انټرناسیونالستی ګډه بیانیه
پرګنی او ولسونه غواړی چه امپریالستی پانګه والی واکمنی او د هغود لاسپوڅوواکمنی را نسکورکړی!
پرولتاریاوی غواړی چه په انقلابی ګوند کی سره یو سی!
کمونستان د امپریالستی ضد مبارزو څخه ملاتړ کوی او د نړیوال پرولتری انقلاب لپاره دخلکو جنګ (جنګ خلق) ته و ده ورکوی!
امپریالیزم « و پانګه والی لوړ پړ او دی » ـ "طفیلی او شړیدونکی " پړاو (لنین، امپریالیزم د پانګه والی لوړ پړاو) اوس هغه وخت را رسیدلی دی چه دا واکمنی په لنډه موده کی و خاورو ته وسپارل سی. پانګه والی بحران د نه رغیدونکی ناروغی په شان دی چه دا رنځوی او دهغه مړینی ته لاره جوړ وی.
"پانګه والی بحران له هرڅه وړاندی د بی کچی تولید بحران دی، پدی بحرانونو کی ددوی ماته پدی کی ده چه دا نه رغیدونکی رنځ دوی ته د تولید زیاتوالی ښکاری- د ټوکو په زیات تولید کی؛ ټولنه په ناڅاپه ډول بیرته ځان د بربریت په لور وینی." مارکس انګلس د کمونست مانیفیست.
داهغه محال دی چه بورژوازی ډیر تکل کوی چه پرولتاریا او پرګنی دي ته اړ کړی چه ددي بحران بیه ورکړی.
۱۵۰ کاله مخکی مارکس او انګلس په کمونست مانیفیست کی داسی لیکلی دي: هغه ټوپکونه چه بورژوازی پری فیوډالیزم را وپرځوه اوس د بورژوازی په لور را ګرځیدلی دی. بورژوازی نه یوازی هغه وسله چه ددوی د مړینی لامل ګرځی بلکه هغه خلک (پرمختللی زیار ایستونکی طبقه – پرولتاریا وی) هم منځ ته راوړی چه دغه وسله په کار اچوی.
د نړی پرولتاریا وی هیڅ کله د نن په څیرپه دومره ګنډ شمیرباندی نه وو، د اولسونو او پرګنو سره یوځای لږ ترلږه نوی سلنه نفوس جوړوی.او دا ۹۰٪ هغه کسان دي چه ددی بحران له کبله تاوانیان کیږی او په ټولنه کی د رادیکال بدلون ته اړین دي.
"پرولتری غورځنګ یو خپلواک، ځان پوهه او د ګڼ شمیرخلګوغورځنګ دی چه د ګڼ شمیرخلګو په ګټه ده."
د نړی پانګه والی بحران پراختیا او ژوروالی مومی. امپریالیستان په وروسته پاتی ساتل سوی هیوادونو کی (انسانی او مادی) زیرمی په غارت کولواو په خپلو هیوادونو کی د زیاراستونکو او منځنی طبقی خلګو په استثمارولو باندی خبری اتری کوی تر څو پدی بحران باندی بری و مومی.
دغه مسله اروپا یی او پانګه والی هیوادونه دي ته اړباسی چه تولید، سوداګری او خدماتو بیا ورغوی چه دا د تولید ځای پرځای کیدل په هغه هیوادونوکی چه زیارکښان(کارګران) ارزانه دي، ګڼ شمیر شغلونو له منځه ځی د تولید نوی وسایلو رامنځ ته کیږی چه دا دزیارکښانو د کار او روغتیایی بیمی په بیه تمامیږی. په عین و خت کی مالیات لوړیږی تنخوا را ټیټیږی او سود کمیږی. په عمومی ډول سره تشدید د بحران پدی دلالت کوی چه "وړوکی سوداګر، پلورونکی او بی روزګاره سوداګران ورو ورو پرولتری موقعیت ته راټیټیږی."
د امپریالیزم تر ستم لاندی هیوادونو کی، د افریقا،آسیا او لاتینی امریکی پرولتاریا او خلګ هم د امپریالستی ځواکونو تر اوامرو لاندی دي کوم چه د خپلو محلی زنځیری سپیو له خوا ساتل کیږی؛ دغه ځواکونه خپل زنځیری سپیان چه کله ددوی د ګټو دفاع و نکړی او یا په بد ډول سره د هغه ساتنه وکړی هم لری غورځوی.
امپریالیستی ځواکونو هغه پالیسی چه ((نفاق واچوی او حکومت وکړی))په کار اچوی او د خپلو لاسپوڅو رژیمونو په ساتلو کی او د هغه رژیمونو په ړنګولو کی چه دوی ته نور د منلو ورندی له پوځی مداخلی نه دریغ نکوی- قومی او مذهبی شخړو ته د خپلو ګتو د ساتلو، د اولسونو د مقاومت د ماتولو او پر هغوی باندی د ستم د کولو لپاره لمن وهی. دوی په وروسته پاتی مذهبی اندیشی یا سیکولار لیبرالیزم باندی تکیه کو ی او په هره وسیله چه وی خپل اقتصادی،سیاسی او ایدیالوژیکی واکمنی ساتی.
ددی هیوادونو واکمنه طبقه که څه دا د نوی رامځته کیدونکو دریمی نړی قدرتونه لکه چین، هند، برازیل اوجنوبی افریقا وی اویا تر ستم لاندی هیواړدونه، د کارګرانو د اعظمی استثمار او د امپریالستی سیستم د ګټو د ساتلو لپاره پر اومو موادو کنترول د هره شونی عمل څخه کار واخلی. په امپریالیستی او تر ستم لاندی هیوادونو کی حاکمه طبقه ښی لاسه ارتجاعی ځواکونو او همدا رنګه ریفورمست، سوسیال دموکراتان او رویزیونیستی ځواکونو څخه چه ددوی پالیسی د پرولتاریاوی او ولسونو په استثمار او ستم کی پلی کوی- د ساتندویه سپو په څیر کار اخلی.
رسمی صنفی اتحادیی د بیلابیلو دولتونو سره کار کوی چه د خصوصی کولو پلان باندی مذاکره وکړی څو پدی وسیلی سره کارګران له دوی سره مصالحه وکړی او خپلی هغه مبارزی چه د دولت او کار فرما یانو سره په تصادم کی دی ودروی. مصالحه تل کپیټالستانو ته دا موقع ورکوی چه خپل ورانکارۍ ته ادامه ورکړی او د کار ګری طبقی هغه لاسته راوړنی چه ددوی د سلګونو کلونو د مبارزاتو ثمره ده له منځه یوسی.
په امپریالیستی هیوادونو کی ښی اړخه مرتجعین،او همدارنګه ریفورمیست او کین اړخه سوسیال دموکراټان په بیلابیلو ډولونو سره په ښکاره ډول "ملی هویت" تقویه کوی تر څو هغه پنډغاړی (مهاجریونو) پر ضد وکاروی او د اولسونو او پرولتاریاو و تر منځ نفاق تقویه او پدی توګه لاره ونوی او زاړه فاشیزم ته اواره کړی. ډیرۍ د پوپولیستانو، فاشیستانو او نوی نازی ګوندونو او سازمانونو کاروبار په هغو حاصلخیزو ځمکو باندی، دی چه د سنتی سیاسی ځواکونو تاسیسات له خوا کری شوی وه، د رونق په حال کی دی.
بورژوازی دخپل سیستم او تاسیساتو څخه د پولیسی دولت په ذریعه دفاع کوی اوهم د پرګنو د ګډون څخه په ټولټاکنو کی ګټه اخلی. لدی کبله پرولتاریا او ولسونه باید ټولټاکنی تحریم کړی او خپلو طبقاتی مبارزوته دوام ورکړی.
ښورښ په حقه دی (مائوتسه دون)
د بحران سره په مخامخ کیدو کی پرولتاریاوی- ښاری کارګران او کلیوال کارګران - د پاڅون په حال کی دي. کارګران د کارخانو و تړلو د ګواښ ، د کار د شرایطو ټیټوالی د تنخوا کمښت او د کارمهال زیاتوالی پر وړاندی را پاریدلی دي. ځکه دوی نه غواړی چه د بحران تاوان ورکړی. کروندګر او کرهنیز کارګران مقاومت کوی او کله ناکله د ځمکو په نیولو لاس پوری کوی. پرګنی د کورونو څخه د ایستل ،د مالیاتو ډیریدل، ددوی پرچاپیریال باندی یرغل کول، دعمومی خدمتونو د امکاناتو له منځ وړل، د اتحادیوپه ازادی او د ځوانانو او ښځو پر حقوقو باندی یرغل په وړاندی را پاڅیدلیدي.
د نړی په ټولو هیوادونو کی دا مبارزی په لار اچولی سوی دی، د مثال په توګه د موټرجوړولواو فلزکاری کارګران په فرانسه، بلجیم، جرمنی، ایټالیا او د کانونو کارګران په هسپانیه کی پداسی حال کی چه پرګنی د کورونو څخه د ایستلو په وړاندی جنګیږی، په کاناډا او نورو هیوادونو کی زده کونکی د زده کړی او روزنی باندی د یرغل او د مالیاتو د زیاتوالی په وړاندی پرمخ روان دی. سربیره پردی چه په هند کی سلګونه میلیونه کارګرانو په اعتصاب لاس پوری کړی دي، په جنوبی افریقا کی چیری چه معدن چیانو د تور او سپین حاکمه طبقات چه دوی استثماروی او ستم پری کوی په وړاندی پاڅون کړی دی،او یا برازیل چیری چه خوار او بی ځمکی کروندګر په هغه ځمکو چه کار کوی تصرف کړی مبارزی په مخ ځی.
پر عربی هیوادونو او په ځانګړی ډول په مصر او ټونس کی د امپریالیستانو مانورونو د خپلکو ګټو د ساتلو لپاره او د خپلونوی ساتونکی سپیو نه ملاتړ کوی، سره لدی چه دا زنځیری سپی د مذهب تر ماسک لاندی ځانونه پټوی ترڅو وکولای سی چه خلک او کارګران استثمار کړی او ددوی په حقه پاڅونونه له مخه تردی چه انقلاب ته ورسیږی له منځه یوسی. پرګنی خپله لار مومی اود خپلو اشتباه ګانو د یو ریښتنی نوی دیموکراټیک انقلاب لپاره چه د کارګری طبقی د رهبری نه پرته ممکنه نده،عبرت اخلی د غه موضوع ګانی د مسلحانه انقلابی مبارزی استراتیژی او د مخکښ ګوند جوړیدو مسله رامنځ ته کوی. امپریالیستان او ددوی لاسوهنی په نړی کی له فلسطین نه نیولی ترعراق، افغانستان، لاتین امریکا او د امپریالیستانو نوی مداخلی په لیبیا، سوریه او مالی کی نسی کولای چه د امپریالیستی ضد مبارزی مخه ونیسی او شنډی کړی.
په صلحه آمیز ډول نسو کولای چه انقلاب و کړو:
نړی په پریشانی کی دی. د اولسونو او پرولتاریا په کړیوکی ایډیالوژیک درک، زره په زره یا جهشواره پرمختګ او یا ترشاتګ کوی، د امپریالیزم ماهیت اود بحران نه اګاهی، د هغه د نسکوریدو اړتیا او د زړی ټولنی په ایرو باندی د نوی ټولنی جوړول.
دمبارزی او مقاومت په دی نوی څپه کی موږ باید د خلکو د خلاصون او د نوی دیموکراسی د سوسیالیزم او کمونیزم په لورد مبارزی نه ملاتړ وکړو او ټینګ یی کړو. د نوی څپی راښکاره کیدل، دمائویستی ګوندونوتر مشری لاندی د خلکو جنګ(جنګ خلق) د پرولتری انقلاب د باالقوه روزنی زمینه اود رجوع ځای اوشاګونی (تکیه ګاه) دی.
د خلکوجنګ د انقلاب کولو ډیر پر مخ تللی لار ده. نو ځکه مونږ باید د خلګو جنګ په هر هیواد کی چه د متراکموځواکونو له خوا سازماندهی او چمتوسوی او د هر هیواد په ځانګړی شرایطوکی پلی سوی وی ملاتړ وکړو. په هند کی د خلګو جنګ د هند کمونیست مائویست ګوند تر مشری لاندی په بری سره د دښمن یرغل پر وړاندی مقاومت کوی د پراخیدو او د ودی په لور روان دی. او همدارنګه په فلیپین کی د خلکو جنګ د فلیپین کمونیست ګوند تر مشری لاندی چه مائویزم منی روان دی. په پیرو کی سره لدی چه د یو انحلال طلب جریان تر اغیزی لاندی دی د خلکو جنګ روان دی . په ترکیه کی انقلابی مبارزی د مائویستانو مشری لاندی د جنګ خلق ستراتژی پربنسټ د پر مخ تګ په حال کی دی. ځینو نوروهیوادونو کی نوی ابتکارات پرمختګونه د پیلیدو په حال کی دی.
مونږ باید پرولتری ګوندونه د انقلاب کولو لپاره جوړ او تحکیم کړو، دنوی طرازګوندونه، کمونیست مارکسیست- لنینیست- مائویست ګوندونه زمونږپه اړوند هیوادونو کی، د تیرو تجروبو په نظر کی نیولوسره او د هغو تجربوپلی کیدل دنننی امپریالیستی نظام په ځانګړی شرایطو کی پر مخ بوزو.
په کال۲۰۱۲ د نومبر۲۴ په هامبورګ کی د لوی نړیوال کانفرانس چه د انقلابی او د امپریالیزم ضد سازمانونو مائویستی سازمانونو او ګوندونو او تر شلو ډیروهیوادونوپه سلګونو استازو په هند کی د خلکو جنګ په ملاتړ ګډون کړی وو په روښانه ډول دا غږ یی پورته کړچه سره یوموټی سی په هر هیواد کی طبقاتی مبارزی تقویه کړی او دا د انټرناسیونالیزم ښه بیلګه وه. مونږ باید د پرولتری انټرناسیونالیزم د تشکیلاتی کیدو او ټینکښت پر لور پرمختګ وکړو.
مونږباید په نړی کی د کمونیستانو نړیوال یو والی په لور، د یو نړیوال تشکیلات د جوړولو لپاره په ګډه د امپریالیزم او ارتجاع پروړاندی وجنګیږو او دنوی کمونیستی انټرناسیونال په لوردسوسیالیزم او کمونیزم لپاره په ګډه وړاندی لاړ سو.
د نړی پرولتاریا او تر ستم لاندی خلکو سره یو سی!
نڅکور د وی امپریالیزم او د هغو ټول زنځیری سپیان!
تل د وی پرولتری انټرناسیونالیزم !
تل د وی نړیوال پرولتری انقلاب !
دافغانستان کمونیست( مائویست)ګوند
د هند کمونیست(مارکسیت- لنینیست) ګوند، ناګزلباری
کمونیست مائویست ګوند – فرانسه
کمونیست مائویست ګوند – ایتالیا
د کاناډا انقلابی کمونیست ګوند (آر- سی- پی)
د ترکیی او دشمالی کردستان کمونیست مائویست ګوند
د ټونس کمونیست مائویست غورځنګ
د ویلز دموکراسی او طیقاتی مبارزه- د بریتانیا ایالت
د ګالیسیا د کمونیست مائویست ګوند د جوړونی کمیټه - د بریتانیا ایالت
د کمونیزم په لور اوږد مارش (مادرید، اسپانیا)
د مارکسیستی لوست پیوستون – انډونیزیا
د سور راتلونکی کمونیستی سازمان
خلګو ته خدمت – اکسینی – د فرانسی ایالت