Skip to: Site menu | Main content

 

 

 

 

 

انقلابی ګروه یا انقلابی ګروپ

سازمان رهایی افغانستان یا د افغانستان د خلاصون سازمان

آیا دا سازمان یو مارکسیستی - لنینیستی - مائوئستی سازمان دی او که د دوی د پوښښ لاندی یو رویزیونیستی او تسلیم طلبه سازمان دی؟ هغه څوک چی  د اشغالګرو په و‌ړاندی سر تیت کړی د هغوی په لاس جور شوی قانون اومنی په پارلامانی ټولټاکنو کی برخه واخلی د امریکا امپریالیسیزم او د هغوی د شریکانو لاسپوڅی رژیم د اولسمشری ټولټاکنو ته کمپاین وکری نو د دی څخه جوته ده چه دا یو رویزیونیستی سازمان دی.
 لدوی څخه دا توقع نشی کدای چی د افغانستان کمونیست (مائوئیست) ګوند سر یو ځای د اشغال په وړاندی مسلحانه مبارزه وکړی دا د وخت ضایع کول دی او دوی باید د کمونیستی- مائوئیستی ګوندنو او سازمانونو له نوملړ نه لری شی ځکه دوی تنها د کمونیزم څادر په ځان راتاو کړی په باطن کی یو ریزیونیستی سازمان دی. دا سازمان یا ګروه څه وخت او څنګه را پیدا شوه او د چا له خوا رهبری کیدله؟  کله چه روسی سوسیال امپریالیزم د خپلو ګوداګیانو لپاره د داود خان نظام په ضد کودتا وکړه او د خلق دموکراتیک ګوند یی قدرت ته ورساوه او بیا پخپله سوسیال امپریالیزم افغانستان اشغال کړ. دوی د خپل لاسپوڅی رژیم ((خلقیان)) او پرچمیان پدی پوهیدل که چیری شعله یان د یوعلمی او مدونی برنامی په لرلو سره اسلحه په لاس واخلی نو کولایشی چه زمونږ حکومت نسکور کړی نو هغه وو چه کی جی بی استخباراتی سازمان د خلقیانو او پرچمیانو په مرسته د شعله یانو په نیولو لاس پوری کړ او د زندان د تورو کوټو کی واچول چی د ملګری اکرام یاری په ګډون د سازمان رهبران ، کدرونه  او شعله یان  په دیره بی رحمانه توګه شکنجه او بیایی په شهادت ورساوه نو بعضی ملګری د زندان څخه ژوندی را ووتل او بعضی هم د وطن د پریښیدو ته مجبور شول. همدا و چه د رهبری وږی تږی ډاکټر فیض احمد د ځوانانو مترقی سازمان څخه انشعاب وکړ او یوه اکونومیستی ګروه یی په ۱۳۵۲ کال کی منځته راوړی وه او د همدی ګروه په مرسته په شعله یی ملګرو کی ګډوډی راوسته او ډیریی همدی اکونومیستی ګروه ته جذب کړه.
 کله چی داکتر فیض د پاکستان کویته ښار ته پناه یوړه او دده ښځه چه مینا نومیده د (راوا) پنوم سازمان جوړ کړ کله چه مینا اروپا ته لاړه ‌‌ډاکټر فیض هم د چین ریویزوینستی حکومت سره رابطه تینګه کړه چه د چینی ریویزنیستی دولت کومکونه تر لاسه کړه.
 په دی وخت کی د انجنو او هلکانو ښونځی هم جوړ کړی وی چه خلکو ته وښایی چه دا هغه جنکی او هلکان دی چه پلارونه او میندی د روسانو سره په جنګ کی د لاسه ورکړی نو په دی اساس دوی زیاد کومکونه جذب کړه. چه وروسته له هغی د حرکت انقلاب اسلامی ګوند چه مشری یی مولوی محمد نبی کوله او لدیو سره یو ځای د بالاحصار ناکامه کودتا په لار واچوله چه مشری جګړن ګل احمد کوله کله چه دا کودتا ناکامه شوه د ګل احمد سره یوځای د بالاحصارکودتاچیان له منځنه یوړل شول او د ګروه اکٍثره غړی زندانیان شول او ټول نیول شوی اعضای په بی رحمانه شکل ووژل.  تنها ډاکټر فیض په سحر امیزه او مرموز ډول له زندان نه وتښتیده؟!. پاتی د نوی چه (۱۳۵۹) کال ګروه  په منفی توګه د (رهایی سازمان) ته ارتقاع وکړه  چه نشراتی ارګان یی مشعل رهایی وه  او په مشعل رهایی کی (تیوری سه جهان ) چه یو خاینانه او ریویزونستی تیوره وه سستماتیزه کړه. او بله خبره دا چی مشعل رهایی کی اسلامی جمهوری خپله کړنلاره وټاکله.
د ګل احمد ورور چه خان محمد سمیع  نومیده او د رهایی سازمان فعال غړی وه دی په پټه کی د اسلامی ګوند سره يوځای شو او په ظاهره کی دومره ځان فعال وښوده چه د ښیوی ولاسوالی  او د دری نور له منطقی څخه د رهایی سازمان غړی د ټرننګ لپاره پښور ته  راوستل او هغوی ته د پاکستانی نظامیانو په لاس ټرننګ ورکړدا کار د رهایی سازمان رهبر ډیر خوشحاله کړ او خان محمد سمیع باندی اعتماد پوخ شو.
 خان محمد سمیع د پاکستان د ای اس ای سره داسی طرحه جوړه کړه چه زه کولای شم چه د پاکستانی جنرالانو څخه شټنګر او درنه سلاح واخلم او د سازمان په خدمت کی ورکړم خو شرط دادی چه خپله ډاکټرفیض مونږ سره وګوری او دا سلاح ورته ورکړو ډاکټر فیض دا خبره ومنله او دا یی په پیښور کی يوی زړی کلا ته بوتلو تر دی پخوا یو تعداد د رهایی سازمان غړی د ګلبدین د استخباراتو له خوا همدی کلا ته تښتول شوی وه او ددی واقعی په جریان کی هم ډاکټر فیض له منځه لاړه او هم یو تعداد ځوانان چی دی کلا ته تښتول شوی وه زیات کسان له منځه ولاړل او نور په تیښته بریالی شول او لدی وروسته خان محمد د یو خاین په څیره کی د ګلبدین د استخباراتو په کومک هرچیری چه شعله یان پلاس ورتلل هغی نیول او له منځه یی وړل او همدارنګه خاین محمد سمیع داسی تبلیغات کول چه ډاکټر فیض او دده د ملګرو د وژلو خلګو ته داسی انګازه ورکړه چه میمنا د ډاکټر فیض ښځه چه د (راوا) مشره د خپل ډریور سره د نامشروع اړیکو په لرلو د ډاکټر فیض له خوا ووژله شوه.
او همدا رنګه ډاکټر فیض او ملګرو ته د هیرویین د قاچاق په نوم د پولیسو سره په مسلحانه جګړه کی وژل شوی دی چه وروسته دا خبر د دریا په نوم جریده چه د حزب اسلامی فرهنګی کمیتی د خان محمد په مشری نشریات کول خپاره شول (چه زما په لاس کی هم راغلی وه)  دا یو ښکاره ثبوت دی چه د داکتر فیض څخه وروسته څوک چی د دی سازمان رهبری کوی په مطلق ډول د امپریالیزم ګوداګیان دی او همه غه ریوزیوینیستی لار تعقیبوی کوم چی دوی ته په میراث پاتی شوی دی. هغه څوک چی غواړی چه د امپریالیزم د ږغ لاندی د ټولټاکنو له لاری حکومت وګتی هغوی مجبور دی چه د ښکیلاکګرو او د هغوی د متحدینو دغلامی ږغ په خپلو اوږو بار کړی او تل به دی ښکیلاکګر خدمت ګار او د افغانستان د خلګو لخوا به د بهرنیانو د نوکر او چاکر په توګه وپیژندل شی.

د افغانستان کمونیست (ماؤیست) ګوند په کاناډا کی هوادار