Skip to: Site menu | Main content

 

 

 

 

 

ژوندی دی وی دستر کلتوری پرولتاریایی انقلاب پنځوسمه کلیزه!
ژوندی دی وی دنړی پرولتاریایی انقلاب! ژوندی دی مائوئیزم!


مونږ سږکال د می په لمړی نیټه دنړی تر کړاو لاندی پرګنی را بولو ترڅو دچین ستر کلتوری پرولتاریایی انقلاب پنځوسمه کلیزه ولمانځی. ستر کلتوری پرولتاریایی انقلاب دیوی ستری ډیوی په توګه دمائوتسه دون اندیشه ته یی پراختیا ورکړه او صدر مائو دنړیوال انقلاب د رهبر په توګه و پیژندل شو او مارکسیزم – لنینیزم په مارکسیزم – لنینیزم – مائوتسه‌دون اندیشه (اوس مائوئیزم) باندی وواښته.
پنځوس کاله دمخه چی صدر مائو وویلی ول (ټول امپریالیستان او مرتجعین کاغذی زمریان دی) امپریالیستان په نړیواله کچه په ژور او اوږد کړکیچ کی ډوب دی، حالت یی تر پخوا لاکړکیچن شوی او دانقلاب لپاره شرایط مساعد شوی دی.
دامپریالیزم د سرمایه وحشیانه تمرکز او تراکم خپلی لوړی کچی ته رسیدلی دی. نن د نړی یو فیصد نفوس دپاتی ټولی نړی نفوس څخه ډیره پانګه لری، چی دسرمایه دغه تراکم په تیر پنځه کلو کی لا هم ډیر شوی دی. دنړی ۶۲ شتمونو پانګه ۴۵ سلنه لوړه شوی دی دا په داسی حال کی ده چی دنړی دبی وزلو سرمایه ۳۸ سلنه کمه شوی ده، چی ډیریی تر کړاو لاندی په هیوادونو کی دی او یوازی ۳۳ سلنه یی په هند کی ژوند کوی. ددغه لویه بورژوازی لویه برخه په زبرځواکه هیواد کی را غونډه شوی ده. پنځه کاله دمخه ۴۱ سلنه ستر پانګه وال په امریکا کی ژوند کوه، چی اوس دغه فیصدی ۴۶ سلنی ته لوړه شوی ده. دپانګی د راغونډیدوپه پایله کی له ۱۹۹۰ کال را په دی خوا په لمړی ځل  دنړی ۵۰ سلنه سوداګریزی معاملی  دامریکا لخوا انحصاری شوی دی.
په مقابل لوری کی په ټوله نړی کی ۸۰۰ میلیونه وګړی په بیوزلی کی ژوند کوی. ډیره برخه ددغه وګړی په نیمه فیوډالی هیوادونو کی ژوند کوی، چی ۷۵ سلنه یی بزګران دی.۷۵۰ میلیونه انسانان دڅښکلوپاکو اوبو ته لاس رسی نه لری او۲۵ سلنه خلک بریښنا ته لاس رسی نه لری. په سلګونه میلیونه پرګنی له امپریالیستی جګړو څخه متضرره کیږی، دمجبوری او اجبار له وجهی خپلو کورو څخه کډه کوی، په بیلابیلو ساری نارغیو اخته کیږی، لوږه تیره وی او په وحشتناکه وزګارتیا باندی اوړی. په یونان غوندی هیواد کی تر ۵۰ فیصده ډیر خلک وزګار دی.
امپریالیزم، خصوصآ یانکی امپریالیزم تر خپل ولکی لاندی هیوادونو او منځنی ختیځ؛ لکه افغانستان، عراق، لیبیا، سوریه او ایران کی لوټونکی جګړی دامپریالیستی ویش په خاطر پراخوی. یانکی امپریالیزم هڅه کوی ترڅوخپل موقعیت د ستر زبرځواک په توګه په نړی کی پراخ کړی، دا په داسی حال کی ده چی روسی امپریالیزم کوښښ کوی ترڅو دیو اتمی زبر ځواک په توګه خپل موقعیت وساتی. همدا رنګه دچین امپریالیزم دنړی دلاژور تقسیم لپاره هڅه کوی او د همدی لپاره دیانکی امپریالیزم سره چی دنړی یوازینی زبرځواک تضادونه یی په زیاتیدو ده. په اروپایی امپریالیستی هیوادونو کی تر اوسه پوری رهبری (دجرمنی او یا فرانسی) لخوا، چی دهغوی رهبری داروپا نورو هیادونو ځوروی، تر اوسه پوری قطعی شوی نده.
دامریکا تر رهبری لاندی امپریالیستی ائتلاف له روسیی سره دتصادم سیاست د (لاوورف او کری) تر منځ دموافقو په پایله کی چی د سوریی او منځنی ختیځ په اړه وشوی په سازش بدل شو. دوی د سوری ملت تر ولکی راوستلو لپاره ددغه هیواد په وړاندی ټولی عام وژنی د تروریزم ضد جنگ تر نوم لاندی پراخوی. د امپریالیزم ضد جبهه د کمزوره کولو لپاره یانکی امپریالیزم پرګنی دیو بل پر ضد کاروی.
 په تیرو پنځه کلونو کی چی امپریالیستی یرغل په سوریی باندی پیل شوی دی له ۴۷۰۰۰۰تنو څخه ډیر خلک په کی وژل شوی او تر دوه میلیونو پوری ټپیان شوی او په دغه موده کی دانسانانو اوسط عمر له ۷۰ کلو څخه ۵۵.۴کلونو ته راټيټ شوی دی. دغه ارقام له هغه 5350 کسانو څخه جلا دی چی په ۲۰۱۵ کال کی د کډوالی په ترڅ کی وژل شوی دی.
زمونږ دوقت عمده تضاد، دامپریالیزم او تر ستم لاندی پرګنو او ملتونو ترمنځ تضاد دی، چی دهفه تشدید دامپریالیزم خپل منځی تضادونه اودپرولتاریا او بورژوازی ترمنځ تضادونه تشدیدوی.
د سوریی په جګړه کی دخپلو ګټولپاره دروسیی فعاله ونډه دامپریالستی هیوادونو د خپل منځی تضادونو یوه برخه ده. د ترکیه او سعودی عربستان ګوډاګی رژیمونو کوشش کوی یانکی وهڅوی چی سیمه لا ورانه کړی او ایران منزوی کړی، چی وروستی بیلګه یی په عربستان کی د یو شیعه عالم سرپریکول یادولی شوه. دامپریالیستانو خپل منځی تضادونه پرګنو لپاره ښي پایلی نشی لرلی، بلکه مستعمراتی اونیمه مستعمراتی حالت زیاتوی لکه چی مونږ په سوریه، عراق، یمن او لیبیا  کی شاهدان یو.
دهمدی لپاره مونږ تاکید کوو چی دکردانو مبارزی چی دترکیه دبرلاسی په وړاندی کوی د کمونیست( مارکسیست- لنینیست- مائوئیست) ګوند تر رهبری او دنوی دموکراتیک انقلاب له لاری بریالی کیدلی شی او پرګنی آزادیدلی شی او ملی اقلیتونو ته دی دبلیتون ترکچی پوری دخپل دسرنوشت د تعیینولو حق ورکول کیدلای شی.
دکډوالی لوی موجونه چی د امپریالیستی جګړو او کړکیچ له امله چی اروپایی امپریالیستی هیوادونو په هغه کی ښکیل دی، دمنځنی ختیځ، آسیا او افریقایی هیوادونو پرګنی له لویو سـتونزو او کړاوونو سره مخامخ دی په حـرکت راغلی چی یـو علت یی په دغه هیوادو
کی د کار نشتون دی.
دکډوالی لوی موجونه دامپریالیستی غارتګری یوه برخه ده. امپریالیستان دخپل اقتصادی موخو لپاره په هر کال کی په سلګونو زرو نوی کارګرانو ته اړتیا لری ځکه چی امپریالیستان په خپلو هیوادونوکی د جمعیت له کمبود سره مخامخ دی. جرمنی تر۲۰۶۰کال پوری هرکال د خپل اقتصاد لپاره ۵لکه کډوال کارگرو ته اړتیا لری. اما له بلی خوا همدغه امپریالیستان "دکډوالو ګواښ" تبلیغوی ترڅو امپریالیستی شوونیزم ته لمن ووه. دوی دکډوال پرولتاریا اومحلی پرولتاریا ترمنځ دبیلتون اچولو لپاره فاشیزم ته لاره هواروی، او دپرګنو په وړاندی دیرغلیزو امپریالیستی جګړو لپاره دعامه ‌ذهن تیاوری.
 دپرولتاریا او بورژوازی تر منځ تضاد، دپرګنو او دامپریالیستی هیوادونو دحکومتونو ترمنځ د تضاد په شکل، ترینګلی حالت غوره کوی. ددی ترڅنګ امپریالستی جګړی کورته بیرته راغلی دی او داروپا امپریالیستی بورژوازی دسوریی، لیبیا اومالی په لوټونکو جګړو بیع اوقیمت، دپاریس او بروکسل په بریدونو کی ادا کړه.
کله چی امپریالیستان په نورو هیوادنو کی امپریالیستی جګړی پراخوی په کورنی لحاظ دوی پخپل هیوادونوکی د بی وزلو پرګنو پروړاندی جګړه پیلوی. امپریالیستان جګړه دټولو ستونزو دحل لاره په توګه کاروی. دتروریزم پرضد جنگ تر عنوان لاندی دنورو هیوادونو په خلاف جګړه پیلوی. دوی ټوله ټولنه دپوځيتوب په لور بیایی او همدا رنګه
 دوی غواړی چی کډوالو په وړاندی توکمیزه او راسیستی چلند دود کړی. دوی دکار(نوی قانون او تنظیمات) سیاست په پلی کولو سره دپرولتاریا هغه حقوق چی دمودو را په دی خوا په لاس راوړی پایمال کړی او دمزدی کار استثمار لوړ کړی دی. په میلیونونو زیارکښان او خصوصاْ ځوانان په اروپایی هیوادو او او خصوصاً په فرانسه کی د اعتراض په توګه واټونوته را وتلی دی.
دکمونست ګوند تر رهبری لاندی پرولتاریا او پرګنی باید دکورنیو جګړو په وړاندی پرولتاریایی مقاومت را منځ ته کړی او امپریالیستی جګړی په انقلابی جګړو باندی دبدلولو لپاره چمتوالی ونیسی.
کمونیستان له دننه دامپریالیزم دقلا د ورانولو لپاره، باید مائوئیست ګوندونو ورغوی، له پرولتاریایی پرگنو سره یو ځای شی او دانقلابی ایډیالوژی د رهبری په لاس کی نیولو سره له غیر انقلابی ایډیالوژي‌ګانو په وړاندی ودریږی، تر کړاو او استعمار لاندی زیارکښان او پرګنی راټولی کړی او هغوی ته سیاسی شعور ورکړی ترڅو دپرګنو جګړی(دخلکو جګړه) دپيل وړتیا پیدا کړی.
تر کړاو لاندی هیوادونه د نړیوال انقلاب هډی او توفانی مراکز دی. په هند، فیلپین، ترکیه او پیرو هیوادونوکی پرګنی او بزګران چی دنوی دموکراتیک انقلاب اصلی سپاهیان دی، دبزګری انقلاب له لاری را پاڅیدلی دی، له خپلو ځمکو څخه دفاع کوی او دامپریالیزم لخوا روزل شوی بروکراتیک سرمایه داری هغه نقشه چی غواړی دوی له کلو او بانډو څخه په زور وباسی، دړی وړی کوی.
په هند کی دهند کمونیست (مائوئیست) ګوند تر رهبری لاندی دپرګنو جګړی پراخوالی موندلی دی او د دښمن له
خوا دسیمی د محاصری او سرکوب پروګرام دړی وړی کړی، په ټولو امپریالیستانو او مرتجعینو باندی ماته (شکست) تحمیل کړی دی. دا دنړی دپرګنو دپرمختک یوه عالی بیلګه ده. په سلګونه میلیونه بزګران له کارگرانو سره دکمونست ګوند تر رهبری لاندی یو ځای شوی دی او دپرګنو جګړه پرمخ بیایی او  دا دنړی پرولتاریا لپاره د وړتیا یو لوی ټکی دی.
 دمودی دارتجاعی بانډ په رهبری دهند شړیدلی دولت دادیواسی بزګرانو عام وژنه باندی لاس پوری کوی او انقلابی پرګنی په خپلو کرکیلو او ښارونو کی او انقلابی شخصیتونه د پرګنو ضد جګړی دیوی برخی په توګه شکنجه کوی ترڅو دانقلاب مخه ونیسی اوپه دغه توګه دهند مرتجع دولت اصلی ماهیت او د دروغجنی دموکراسی څيره ښیی.
دهند کمونست (مائوئیست) ګوند په هیواد کی د پرګنوجګړو او آزادی بښوونکی ملی مبارزی له لاری د پرګنو د ویش اوتفرقی څخه مخنیوی کوی، نوی رویزیونیزوم ته ماته ورکوی او دا دنړیوال کمونیستی غورځنګ لپاره یوه عالی بیلګه ده، په برازیل، ارجنټین، اکوادور او ونزویلا کی داپورتونیستی حکومتونو ماته او د ټاکنیز رویزیونیزم کړکیچ دپرولتری انقلابی غورځنګونو ته لوی فرصتونه برابر کړی دی.
په برازیل کی ژور سیاسی- اقتصادی کړکیچ داوسنی برازیل دیو نوی راټوکیدلی قدرت(بریکس) په توګه دنړی لپاره له منځه یووړ. دنوموړی اقتصادی کړکیچ په زړه کی سنتی سیاسی ګوندونه چی دبیالابیلو طبقاتی فرکسیونونو استازی‌توب کوی له یوبل سره اخته دی او وبه لیدل شی چی څوک به د حکومت زاړه ماشین په رأس (سر) کی راشی.
داپورتونیستانو په ماتی سره چی دکمونستی خوځښت په ضد یی کار کاوه د بزګرانو پاڅونونه له ښاری مبارزو سره یوځای  زوړ نظام په لړزه راوړی او طبقاتی مبارزی یوه نوی کچی ته لوړه کړی ده.
دغه ښکاره حقیقتونه دهغه نوی رویزیونیزم چی د پیرو م- ل- م کمونست ګوند/ په پیرو کی داساسی حقوقو او بښنی غورځنګ، د پاراچندا او اواکیان رویزیونیزم پهشکل نوی سر پورته کړی او غواړی چی د لنین او مائو دتحلیل سموالی رد کړی او دنړیوال کمونیستی غورځنګ دوه لوی جریانونه یعنی پرولتاریایی انقلاب اوتر کړاو لاندی پرګنو آزادی بښوونکی ملی مبارزی سره بیلی کړی بی نقابه کړل.
مارکسـیسـتی – لنینسـتی- مائوئیسـتی غورځنګ بیړنی دنده داده چی دنړیوال کمونیسـتی غورځنګ اوسـنی تیت اوپرک حالت پروړاندی
وجنګیږی او دمارکسیستی- لنینیستی- مائوئیستی ګوندونو او سازمانونو دبین المللی کنفراس لپاره مبارزه وکړی او پر دغه دنده په اتکا سره د دوه خطی مبارزی له لاری د مائوئیستی ډلو ترمنځ دهم‌غږی نوی سطحه رامنځ ته کړی ترڅو دانقلابی پرولتاریا تر رهبری لاندی امپریالستی ضد جګړه پرمخ بوزی.

دستر فرهنګی پرولتاریایی انقلاب پنځوسمه کلیزه لمانځو!

ستر فرهنګی پرولتاریایی انقلاب د نړیوال پرولتاریایی انقلاب لوړه او عالی کچه وه چی دمائوتسه‌دون لخوا رهبری شو او پرمختک یی وموند. دغه انقلاب د پرولتاریایی دیکتاتوری تر رهبری لاندی د طبقاتی مبارزی او انقلاب دوام او دټولنی حرکت دکمونیزم په لور تلل، په شوروی اتحاد کی دسرمایه داری له احیاء څخه وروسته، ستونزه حل کړه، او دلسو کلونو لپاره په چین کی دسرمایه داری دبیا ژوندی کیدو څخه مخنیوی وکړ.
ستر فرهنګی پرولتاریایی انقلاب دبورژوای دفرهنګ، سیاست او ایډیالوژی پر وړاندی کلکه ضربه وه او په دی بریالی شوه چی دپرولتاریایی دیکتاتوری څخه په دفاع کی سلګونه میلیونه پرګنی راغونډی کړی او دپرولتاریا طبقه دمائوتسه دون اندیشه(مائوئیزم) په سلاح باندی مسلح کړی.
صدر مائوتسه‌دون وویل: «دستر فرهنگی پرولتاریایی انقلاب بیړنی دنده دهغو کسانو سره مبارزه ده چی دسرمایه داری لاره خپله کړی او په هغه کی اساسی مسئله دنړی لید موضوع حلول او درویزیونیزم ریښی له منځه وړل دی. مونږ باید دستر فرهنگی پرولتاریایی انقلاب څراغ په لاس کی واخلو او هغه دخپل ایډیالوژی دژور بدلون لپاره او دهغه سیاسی قدرت د نیولو لپاره، چی دخلکو دپوځ له ملاتړه برخه مند وی، وکاروو.
دستر فرهنگی پرولتاریایی انقلاب له پیلیدو نه پنځوس کال وروسته له ختیځ څخه ستر توفان لا دالوتو په حال کی دی او دامپریالیزم تر نابودی پوری به روان وی. په هند، پیرو، فلیپین او ترکیه کی بریمنی انقلابی جګړی د دنړی ګوټ ګوټ یی ترخپل اور لاندی نیولی دی. دا دپرګنو جګړی، له خپلو ستونزو سره سره، په ډاګه کوی چی واقعی او حقیقی تروریستان امپریالیستان دی، پرګنی دنوی نړی اصلی قهرمانان دی او ټول امپریالیستان او مرتجعین کاغذی زمریان دی.
دمی په لمړی سږکال نړی دتیرپه پرتله لا توفانی شوی دی. دستر فرهنگی پرولتاریایی انقلاب لمانځل دابو دمخالف لوری دلامبو وهلو دوام دی
دپرولتاریا د قدرت اومائوئیزم دتوغ پورته کولو لپاره په نړیواله کچه توفانی ژوره ایډیالوژیک سیاسی مبارزه غواړی. دنړی کمونیستان باید د امپریالیزم پر وړاندی جګړه کی خپل رول په جګړه ایز توګه ادا کړی، مائوئیزم دنړیوال انقلاب د لاری څراغ وګرځوی او دامپریالیزم بربریت ته دپای ټکی کیږدی.
دامپریالیزم له منځه وړل چی زمونږ لپاره په اوسنی وخت کی دیوی ننګونی په توګه مطرح ده او دنړیوال انقلاب د رهنما او دستور العمل په توګه مونږ مائوئیزم ته اړتیا لرو. همدارنګه دکمونیستی ګوندونو دبیا را ژوندی کولو لپاره او دنړی داکثره هیوادونو دپرګنو جګړی لپاره ورته اړتیا لرو.

مرګ پرامپریالیستی جګړو! ژوندی دی وی دپرګنو جګړی!
دمائوئیستی متحده بین المللی کنفرانس او دنوی بین المللی کمونیستی مرګز د جوړولو په لور!
امپریالیزم او ټول مرتحعین کاغذی زمریان دی!
دمی اوله ۲۰۱۶

1_دایران دمائوئیستانو یوه دله
2_دکمونیست مائوئیست گوند د جوړولو کمیټه، گالیسیه- د اسپانیی ایالت.
3_دکمونیست مائوئیست گوند د بنسټ ایښودلو دپاره کمیټه – اتریش
4_دنیپال کمونیستی هسته
5_دافغانستان کمونیست (مائوئیست) گوند
6_دصربستان مائوئیستی جنبش
7_دبرازیل کمونیست گوند (سور فرکسیون)
8_داکوادور کمونیست گوند (سره لمر)
9_د هند کمونیست گوند (مائوئیست)**
10_دترکیی کمونیست گوند / مارکسیست- لنینیست**
11_دموکراسی او طبقاتی مبارزه – دبرتانیی ایالت
12_طبقاتی موضع – جرمنی
13_ستر ناآرامی – ویلز- دبرتانیی ایالت
14_کمونیست مائوئیست گروپ– ایالات متحدۀ دامریکا متحده ایالات
15_دتونس مائوئیستی جنبش
16_دفرانسی کمونیست مائوئیست گوند
17_دایټالیی کمونیست مائوئیست گوند
18_دمانیپور کمونیست مائوئیست گوند
19_دشورش مائوئیستی ‌‌ډله (ایران) **
20_دکلمبیا دکمونیست گوند دبیا ژوندی کولو دپاره کمیټه
21_مائوئیستی انقلابی اتحاد – سریلانکا
22_دجرمنی دمارکسیست- لنینیست- مائوئیست گوند دجو‌ړولو کمیټه
23_دکمونیستی بلاگونو شبکه
24_دپیرو ولسی جنبش (دبیا سازماندهی کمیټه)
25_دچیلی کمونیست گوند سره فرکسیون
26_د کانادا انقلابی کمونیست گوند
27_دبولیویا دخلکو انقلابی جبهه ( م ل م )
28_خلک ته خدمت – دناروی کمونیستی اتحاد
29_دخلگ خدمتگاران – اوکسیتانیا – دفرانسی ایالت
30_دکارگرانو غږ – مالیزیا
(*) ["BRICS " دپنځه هیوادونو (برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبی افریقا) دنومونو مخفف دی] (ژباړونکی).

(**) دارتباطاتو د مشکل په سبب، درسمی امضا دپاره انتظار موجود دی