Skip to: Site menu | Main content

 

 

 

 

 

ژوندی دی وی د می انترنالسیونالیستی او انقلابی لمړی ورځ !

 

د امپریالیست اشغالګرو، د لاسپوڅی رژیم او مرتجع داعشی اشغالګرو په وړاندی د ملی ولسی او انقلابی مقاومت جګړی د هسکولو او پرمخ وړلو چمتووالی مبارزی سرته ورسوو .

د می لمړی، د نړی د کارګرانو انترناسیونالیستی روځی په رارسیدو سره په ټوله نړی کی با خبره کارګران یوځل بیا د حقیقی کمونیست (مارکسیست - لنینیست - مائوئیست ) ګوندونو او سازمانونو تر رهبری لاندی دا روځ نمانځی او یو ځل بیا د نړی په کچه په بیلابیل هیوادونو کی خپل کلک ژمنی، پياوړی او ټینګی ارادی سره د نوی ډیموکراتیک انقلابونو او سوسیالیستی انقلابونو د بری په لاره کی د نړیوال کمونیزم د پرمختګ په لور د امپریالیزم او ارتجاع په وړاندی جګړه کول تازه کوی .
په افغانستان کی د امریکایی امپریالیست اشغالګرو او د هغوی دمتحدینو ښکیلاکګری حاکمیت او لاس پوڅی رژیم پوشالی حاکمیت لاندی امپریالیست اشغالګر او پوشالی رژیم د هیواد، د هیواد د خلکو او د هیواد د انقلاب اوسنی عمده دښمن ګڼل کیږی .
ددی عمده دښمن په وړاندی د هر اړخیزی مبارزی او مقاومت پرمخ وړل، د ملی ولسی او انقلابی مقاومت جګړی پر محور باندی، د هیواد د خلکو او کمونیست شخصیتونو او ځواکونو انقلابی ملی او ډیموکراتیک عمده دنده ده .

ځکه نو د افغانستان د کمونیست (مائوئیست ) ګوند او نور افغانستانی مارکسیست - لنینیست - مائوئیست ځواکونو او شخصیتونو لپاره په اوسنی شرایطو کی د امپریالیست اشغالګرو او د هغو د لاسپوڅی رژیم په وړاندي هراړخیزه مبارزه او مقاومت، او همدا رنکه هراړخیزه مبارزه او مقاومت د مرتجع داعشي اشغالګرو په وړاندي، په لمړی ګام کی د چمتووالی پر محور باندي د ملي ولسی او انقلابی مقاومت جګړی هسکول او تر پیل وروسته بیا د انقلابی جګړی پرمخ بیول تر بري پوری؛ د امپریالیزم او ارتجاع په وړاندی د جګړی کولو په مسیرکي مبارزاتی عمده دنده، په افغانستان کی د نوي ډیموکراتیک انقلاب او سوسیالیستی انقلاب د بری په لاره کی او د دي هیواد تیارول د نړیوال انقلاب د اډي په توګه د نړیوال کمونیزم ولور ته پرمختګ ګڼل کیږي .

د تیر یونیم لسیزی نه ډیر د ( ۲۰۰۱ ) کال د وروستیو څخه تر اوسه عملاً دا څرګنده کړي ده چه د امریکایی امپریالیستانو تر رهبری لاندي پر افغانستان باندي یرغلګریز او اشغالګریز لښکرکښی، د هیوا د اشغال او په هغه کی ولاسپوڅي رژیم ته بڼه ورکول نه یوازی چه بری ته نه دۍ رسیدلۍ بلکه روځ تر بلی پر امپریالیست اشغالګرو او پوشالی رژیم باندی عرصه تنګه شوی ده او په یو ډول سره اوس تر پنځوس سلنی ډیره خاوره د دوی له کنټروله وتلی ده او د هیواد په پاتی نورو برخو کی، حتی د کابل په ښارکی، د خپلی خوښی د امنیت د ټینګولو توان نه لری .

تر هري موضوع وړاندي باید وویل شی چه یو ډیر شمیر امپریالیستی او ارتجاعی متحد هیوادونه او د امریکایی امپریالیستانو دنباله روان خپل ځواکونه یی له افغانستان نه ایستلي دي او د هغو نور شمیریی بیا خپل ځواکونه کم کړي دی او یواځی د پوشالی فوځی ځواکونو په ښوونی او سمبالولو کی ونډه اخلی . په حقیقت کی اوس یواځی امریکایی اشغالګر فوځی ځواکونه او څه ناڅه بریتانوي اشغالګر فوځی ځواکونه د جګړی په ډګرونو کی د لاسپوڅی رژیم د پوشالی فوځی ځواکونو رهبری په غاړه لری . دا په دي مانا ده چه د افغانستان په جګړه کی د امریکا یو ګڼ شمیر متحد امپریالیستی او ارتجاعی قدرتونه د دي جګړی نه په شا شوی، یا په بل عبارت سره ماته یی خوړلی دي او د جنګ د ډګر څخه وتلی دي .

له همدی کبله دۍ چه د پوشالی فوځونو تلفات او د امریکایی امپریالیست اشغالګرو لګښت په بی ساری ډول سره لوړ تللۍ دۍ . د امریکایی اشغالګرو فوځی ځواکونو د جګړی لګښت د دوی د یرغلګریز او اشغالګریز لوړی کچی حضور په وخت کی په افغانستان کی و سلو زرو ( ۱۰۰۰۰۰ ) کسانو ته رسیده، په کال کی سل میلیارده ډالره ؤو . ولی اوس په داسی حال کی چه د هغوی پنځلس زره ( ۱۵۰۰۰ ) کسان په هیواد کی اشغالګریز او یرغلګریز حضور لری، د دوی د جګړی کلنۍ لګښت پنځلس میلیارد ډالره ندي، بلکه د دوی د خپلی محاسبی پربنسټ د هغه نه بیخی ډیر یعنی پنځوس ملیارد ډالره دي چه د دری چند نه زیات (33 ، 3) نسبی ډیروالۍ ښیی . اوس د دوی د جګړی کلنۍ لګښت په افغانستان کی د هر امریکایی فوځی کس لپاره ( ۳،۳۳میلیونه ډالره ) د یوملیون ډالرو په ځای دی . په واقعیت کي باید دا وویل شی چه په افغانستان کی د اشغالګرو امریکایی امپریالیستانو اوسنی کلنۍ جګړیز لګښت کچه همغسی د امریکا متحده ایالاتو پر امپریالیستی کړکیچن اقتصاد او سیاست باندي دروند پیټۍ دۍ او په ځانګړی توګه و سپینی ماڼۍ ته د ټرامپ د لارمیندلو نه وروسته د نوموړی کړکیچ د لا تشدید او پراخوالی لامل وګرځید .

د امریکایی امپریالیستانو او د هغوی د متحدینو تر اشغال لاندي افغانستان کی او د دوی د لاسپوځی پوشالی رژیم تر حاکمیت لاندي هر اړخیز ژور او پراخ اقتصادی، سیاسی، کلتوری، ټولنیز او نظامی کړکیچ بیداد کوي او روځ تر بلي د هغه ژوروالی او پراخوالی ډیریږی . مافیایی اقتصاد، د ملي خیانت پر بنسټ سیاست، قومی او ملیتی نفاق او ژور او پراخ نه رغیدونکی لاقانونیت، حتی د رژیم خپل اساسی قانون او د هغه د نورو قوانینو په وړاندي، د وطن پلورلو، فساد، اختلاص او د خصوصی اوعامه شتمنیو چور او تالا کولو کلچر او په یوه کلام د ملی او نړیوال اوچتو ارزښونو احتضار او حتی مړینه، پاشل شوی مافیایی ټولنیز مناسبات او د هغه فوځی ډلو ټپړو رامنځ ته کیدل چه ارتجاعی وطن پلورونکی جګړه "برکت نه ډک " جګړه بولی او د ملیونونو ډالرو ګټی ستر سرچینی " په سترګو ورته کوری، د لاسپوځی رژیم او د هغه وطن پلورونکی پلویان او هواداران ټوله پرخه په بر کی نیسی .

امپریالیست اشغالګر او لاسپوځۍ رژیم هڅه کوي چه د ولسی جرګی او د ولسوالیو شوراګانو د کلپی ټاکنو د تر سره کیدو له لاری، سره اوبه او سپینی اوبه پر خپل بیمخه مخ باندي وشیندي . ولی واقعیتونه تر اوسه دا ښیی چه د دوۍ دا تلاښ به په یوه لویه ناکامی واوړی . که چیری مونږ د رژیم د ولسی جرګی او د ولسوالیو شوراګانو و ټاکنوته د رأی ورکونکو د نوم لیکلو اوسنۍ کچه معیار وټاکو، د ټاکل شوی مودي ترختمه پوری چه د هغو کسانو نوم لیکنه چه د رأیه ورکولو حق لری د نوم لیکلو لپاره د "ټاکنو " دفترونو ته به یواځی دوه میلیونه کسان مراجعه وکړی . که چیری د هغو کسانو نوم لیکنی کچه چه د رأی حق لری دوه برابره هم شی بیا هم یو وړوکی اقلیت د ټولو هغه کسانو د مجموع څخه چه په هیواد کی د رأیه ورکولو حق لری په بر کی و نیسی . نو ځکه د هیواد مختلفو ملیتونو په میلیونونو ولسی غټ اکثریت پریکړه کړی ده چه په نوموړی "ټاکنو " کی به ګډون نه کوي او د ټاکنو د تر سره کیدو وړاندي د شرمونکی ماتي سره مخ کړي .
د افغانستان کمونیست (مائوئیست ) ګوند خپله دنده بولی چه خپل ټول وس او توان سره د امپریالیستی ښکیلاکګرو او لاسپوڅی رژیم د ناکامی د لا ډیر ژورلو او پراخولو لپاره کوښښ وکړی .

مونږ د هیواد د مختلفو میلیتونو پرګنو هغه لږ برخه چه تر اوسه یی د کلپی ټاکنو د تحریم (پریکوڼ لپاره په غوڅ ډول پریکړه نه ده کړی را بولو چه   له اوسه د لاس پوڅی رژیم د پارلمانی او ولسوالیو شوراګانو ټاکنی په کلکه تحریم کړی او د رأیه ورکونکو نوم لیکنی مرکزونو ته لاړ نسی . مونږ له هغه کسانو چه تر اوسه یی د رأیه ورکونکو نوم لیکنی مرکزونو ته مراجعه کړی ده په کلکه غوښتنه کوو چه که چیری امپریالیستی ښکیلاکګر او د هغوی لاس پوڅی رژیم د خپل بی غیرته او سپکه اشغالګره، هیواد پلورونکی او ارتجاعی نقلی ډیموکراسی له حده تیر سی او په ډیره بی شرمی سره مخکی د تر سره کیدو دا ناکام سوی "ټاکنی " دایری کړی، په نوموړی ټاکنو کی دې ګډون نه کوی . په دی ترتیب عملاً وښیو چه نه یوازی امپریالیست اشغالګران او لاس پوڅی رژیم د خلکو په منځ کی هیڅ مشروعیت نه لری بلکه د هیواد خلک له هغوی کلکه کرکه هم لری .

امپریالیستی اشغالګر او د دوی لاس پوڅی رژیم اوس په دی ښه پوه سوی چه امپریالیستی یرغلګریز او اشغالګریز او د پوشالی ځواکونو هیواد پلورونکی جګړی د تپلو له لاری نسی کولای د هیواد خلک په ګونډو کړی او پر هغوی انقیاد وتپی . ځکه چه زمونږ د هیواد د خلکو اکثریت پرګنی له اشغالګرو او لاس پوڅی رژیم سره دومره ژوره کرکه او دښمنی لری چه اوس محال د کمونیست، انقلابی، ملی اوډیموکرات ځواکونو د نه حضور سره سره د وسله وال مقاومت جګړی په ډګر کی‌‌ د اشغالګرو او لاس پوڅی رژیم په وړاندی حتی د یو ارتجاعی فیوډال - کمپرادور، شوونیست، زن ستیزه او پردو پوری تړلی ځواک لکه طالبان، چه حتی جوړیدل یی د ارتجا عی جهادی تنظیمونو په ضد او واک ته رسیدل یی د اسلامی امارت په دوره کی د امریکایی او انګلیسی امپریالیستانو او د سیمی ارتجاعی قدرتونو په مستقیم او غیر مستقیم مرستو ممکن او میسر سوی دی، تر رهبری لاندی جګړه وکړی او د هیواد نیمایی خاوره د اشغالګرو او وطن پلورونکو له واکه وباسی . نو ځکه امپریالستی اشغالګر او پوشالی رژیم پرته له قید او شرطه د طالبانو او لاس پوڅی رژیم تر منځ د صلح مذاکرات مطرح او وړاندیز کړی دی تر څوله دی لاری په لمړی ګام کی وسی کولای د هیواد په خلکو   تپل سوی لاس پوڅی رژیم ته نیمه مشروعیت برابر کړی او په وروستی   ګامونو کی د طالبانو قسمی او ارتجاعی مقاومت د ماتی سره مخ کړی او پر ټول هیواد او د هیواد پر خلکو ښکیلاکګر انقیاد وتپی .
اما دا وړاندیز، سره له دی چه تر اوسه د طالبانو له خوا په غوڅ   او څرګند ډول سره نه دی رد شوی، کلک احتمال لری چه ونسی کولای طالبان د لاس پوڅی رژیم سره د خبرواترو میز ته راوکاږي .

 په پخوا کی هم د پوشالی رژیم له خوا په وار وار د صلح د مذاکراتو وړاندیز شوی ؤو . اما سره له دی چه په هغه وخت کی د افغانستان په باره کی "نړی وال اجماع " د امریکا او متحدین او د هفوی دنباله روانو او نور امپریالیستی، سوسیال امپریالیستی او بهرنی ارتجاعی قدرتونه تر منځ   او "د تروریزم په وړاندی جګړه او مبارزه " شتون درلود، هرځل یی ماتی خوړلی او و نه کړای شو چه په عمل کی پلی شی . حال دا چه له یو مودی را په دی خواه، د تضاد د شدت له وجی د امریکا او اروپا امپریالیستی قدرتونو او د دوی مرتجع دنباله روانو قدرتونو تر منځ له یوی خوا او د روسیه امپریالیستی او د چین سوسیال امپریالیستی قدرتونو او د هغوی مرتجع دنباله روان قدرتونو له بلی خوا "نړی وال اجماع " د افغانستان په هکله او په هغه کی د "تروریزیم په وړاندی جګړه او مبارزه " پاشل شوی دی . نو ځکه پرته له قید او شرطه د صلح لپاره د مذاکراتو نوی وړاندیز چه د امپرالیستی اشغالګرو او پوشالی رژیم له خوا مطرح شوی په قوي احتمال سره نه شی کیدای چه رسماً پیل شی او که پیل هم شي نشی کولای بری ته ورسیږی .

د افغانستان او په هغه کی   د "تروریزیم په وړاندی جګړه او مبارزه " په هکله د " نړی وال اجماع " له منځه تلل   عمده دلیل د امپریالیستی قدرتونو تر منځ په نړی، سیمی او افغانستان کی   د تضاد تشدید او پراخوالی دۍ . په واقعیت کی په نړۍ کی د امپریالیستی نوی ګلوبلازیسیون شدت او پراخوالی، په ځانګړی ډول د سوسیالیستی شوروی او سوسیالیستی چین سرمایه داری کیدل، د مختلفو امپریالستی قدرتونو تر منځ   د تضاد کمولو لامل نشو، برعکس په نړی کی   د دی   تضاد د شدت او پراخوالی لامل شو او امپریالیستی روسیه او سوسیال امپریالیستی چین یی، د امریکا امپریالیزم او متحدینو اصلی رقیب په حیث، د امپریالیستی سیالیو و ډګر ته د ننه کړی دی . البته ړومبۍد دی چارو نه په نړی کی د امپریالستی   پانګه والی نوی ګلوبلازیسیون تشدید او پراخیدل، په نړۍ کی د امپریالیزم او د   ترستم لاندی خلګو او ملیتونو تر منځ د تضاد تشدید او زیاتوالی او د نړۍ په امپریالیستی او پانګه والی هیوادونو کی د پرولتاریاوو او بوژوازی تر منځ د تضاد تشدید او پراخوالی لامل شوی دی . په دی ډول د امپریالیزم پر ضد ملی خپلواکی غوښتونکو مبارزو د تر ستم لاندی هیوادونو کی د نوی ډیموکراتیک انقلابونو لپاره د مبارزی په مسیرکی، او د پرولتاریاوو او د هغو د متحدینو په امپریالیستی پانګه والی هیوادونو کی د سوسیالیستی انقلابونو د مبارزو په مسیر کی عینی بنسټ تر پخوا زیات ژورتوب او پراختیا موندلی دی .
 د روسیی امپریالیزم چه د څو کلونو را پدی خوا د شوروي سوسیال امپریالستی او د وارسا بلوک د ټوټی کیدو سوستی شاته پریښی او نسبتاً تازه ژوند یی موندلی دی د څو کلونو په اوږدو کی نه یوازی چه کریمیا شبه جزیری   ستراتیژیک او د اهمیت وړ ساحه یی   له اوکراین نه بیرته واخیسته او د اوکراین ختیځ چه اکثـره وګـړی یـی روسـی

تبار دی عملاً له هغه هیواد نه جلا کړه، بلکه په سوریه کی هم ستراتیژیکی نظامی اډه یا اډی لاس   ته راوړی دی . د امریکایی، انګلیسی او فرانسوی امپریالیستانو او روسی امپریالیستانو تر منځ مستقیم نظامی ټکر، د امریکایی، انګلیسی او فرانسوی ځواکونو له خوا د سوریی د بمباری په وخت کی، د روسی امپریالیستانو او امریکایی امپریالیستانو تر منځ په لوړه کچه د تضاد د تشدید او پراخوالی ښیی .
څه موده مخکی امریکایی ځواکونو ۱۰۳ لری ویشتونکی توغندی په سوریه کی پر یو شمیر هدفونو وتوغول، حال دا چی روسی ځواکونو مستقماً د دغه یرغل په مقابل کی په دفاع لاس پوری کړی   او ۷۴   امریکایی توغندی یعنی 70 سلنه نه زیات توغندی یی تر موخی رسیدو مخکی شنډ کړل .
 د تاریخ په اوږدو کی له یوی خوا امریکایی امپریالیستانو او له بلی خوا روسی امپریالستان او له هغه مخکی د شوروی سوسیال امپریالستانو تر منځ سیالی، د دوی تر منځ مستقیم نظامی ټکرونه او هغه هم د اوسنی ټکر په نسبت د ډیر ټیټه کچه ټکر هم، ډیر   لږ واقع شوی دی .
د امریکی او روسیی اوسنی نسبتاً مهم   امپریالستی نظامی مستقیم ټکر د دوی ترمنځ د تسلیحاتی سیالیو ډیروالی له لاری د تضاد لا ډیر شدت لامل به وګرځی .

د امریکایی او روسی امپریالیستانو تر منځ د دی مستقیم نظامی ټکر نتیجه په حقیقت کی د امریکایی امپریالیستانو لپاره یو ماتی وه .
په همدی خاطر ترامپ تقریباً ډیر ژر پس له دی ټکره خپله اراده د امریکایی پوځ سلاح ګانو او تجهزاتو لامدرنیزه کول اعلان کړل   چه   د دی پایلی پرته له امپریالیستی ځواکونو د تسلحاتی سیالیو تشدید څخه بل شی نه وی .
 رویزیونیستی چین، د پانګه والی   د   بی حالی احیا د پیل کلونه په هغه هیواد کی تیر کړی او له څو کلونو را په دی خوا نړی ته د سوسیال امپریالیستی ځواک په عنوان راولاړ سوی دی . چین نه یوازی هانکانګ او میکانګ یی له برتانیه او پرتګال بیرته واخیست، بلکه د چین په سهیلی بحیری او د هغی بحیری ټول ټاپوګانو په شمول د شا او خوا وړوکو هیوادونو او د امریکایی او جاپانی امپریالیستانو مخالفت سربیره، لښکر کښی وکړه او هغه مهمی او پراخی ستراتیژیکی ساحی یی تصرف کړی او د چین اصلی خاوری سره د تایوان ملحق کیدوته پرله پسی تلاښ کوی .
دا سوسیال امپریالستی ځواک چه د جاپان   او جرمنی اقتصاد نه مخکی شوی او پس له امریکا د نړی په دویم لوی   اقتصاد بدل شوی، اوس د افریقا په قاره کی   تر ټولو غټ امپریالستی پانګوال حیثیت یی غوره کړی او تلاښ کوی چه د آسیا د قاری په هیوادونو کی د څوڅو سلو میلیارده ډالر پانګه والی له طریقه خپله اقتصادی سلطه پراخه کړی . له دی پلو توانیدلی چه د امریکا اقتصادی او تجاری فشارونو په مقابل کی ودریږی او شنډ یی کړی
.

اوس دا سوسیال امپریالستی قدرت د نړی په زبر ځواک قدرت بدلیدو په درشل کی دی، که چیری د سیمی او د نړی اوضاع همداسی پرمخ لاړ شی د چین سوسیال امپریالستی اقتصاد یو یا دوه لسیزی کی د نړی په غټ اقتصاد مبدل سی او حتی د امریکا اقتصاد به هم وروسته پاتی کړی .
 همداسی دی چه آسیا د نړی په ډیر ستر اقتصاد ی مرکز د بدلیدو په حال کی دی او د دی وضیعت مخ په زیاتیدو پرمختګ د امریکا واک په آسیا او ټوله   نړی کی له جدی ګواښ سره مخامخ کړی دی . تر هغه ځایه چه د امریکا امپریالیستی زبرځواک د اقتصادی نسبی افول او لږ او ډیر مطلق افول په حال کی قرار لری، امریکایی امپریالیستان دا توان نه لری چه د اقتصادی اقداماتو له لاری د دی وضعیت د ورځنی پرمختګ "خطرونو " سره مقابله وکړی . لهذا ډیراو ډیر د خپل نظامی برلاسی ته په نړی کی تکیه کوی او کوښښ کوی چه په تهدیداتو او نظامی اقداماتو پر نړی خپل مسلط موقعیت خوندی کړی . هغوی د "چین خطری " په مقابل کی امریکا، جاپان، استرالیا، هند او نور کوچنی ارتجاعی ځواکونه لکه اسرایل، سعودی عربستان او سهیلی کوریا او داسی نورو ترمنځ سیمه ایز ایتلاف جوړ کړی . د دی سیمه ایز ایتلاف په چوکاټ کی توسعه طلب هند په افغانستان کی تر یو حده په نظامی ډګر کی او تر ډیره بریده په اقتصادی ډګر کی د امریکا او د هغوی اروپایی شریکانو په متحد تبدیل شوی دی .

له بلی خوا پاکستان، چه تقریباْ یو میلونی پوځ یی تل د دی هیواد اصلی قدرت دی، د یو اتومی قدرت په عـنوان او د
هند په ضدیت له امریکا نه تر ډیره حده فاصله نیولی او چین او روسیی خواته نږدی شوی دی . په نتیجه کی پاکستان د روسیی، چین، ایران او هغه نور واړه ارتجاعی متحد قدرتونو عمومی ايتلاف کی شامل شوی دی .
 په داسی حال کی چه د اوسنی ملکی حکومت مشران یعنی د "نواز مسلم لیګ " حکومت چه هند سره نږدی دی د مالی فساد ډول ډول تورونو پری لګیدلي، محاکمه شوی چه تر اوسه لږ او ډیر مجازات شوی دی، او په دی حال کی   چه   د دوی محاکمی یی اوس هم روانی دی او ممکن دی چه له دی هم په ډیره سزا محکوم شی او د پاکستان څو میاشتی وروسته پارلمانی ټاکنو کی د مسلم لیک د ناکامی زمینه برابره کړی . په اوسنی وخت کی امریکا او هم هند د پاکستان اوسنی حکومت، او په ځانګړي ډول د شریف کورنی سره نږدی دی، په داسی حال کی چه د پاکستان په تاریخ کی لمړی ځل دی چه د پاکستان پوځ له امریکا نه فاصله نیولی او چین او روسیه ته نږدی شوی دی .
د پاکستان راتلونکی پارلمانی ټاکنو نتیجه به دا مشخص کړی چه راتلونکی حکومت به هند او امریکا ته نږدی حکومت وی او که هغه حکومت چه له هند او امریکا نه فاصله ولری . په دی مورد کی څلور موضوعګانی د غور وړ دی :
اول : د پاکستان اصلی قدرت تر اوسه هم د دی هیواد پوځ دی او دا پوځ له امریکا نه فاصله اخیستی ده .
دویـم : هند فعلاً په سهیلی آسیا کی د امریکا اصلی متحد دی، په داسی حال کی چه د پاکستان او هند تر منځ ژوره دښمنی شتون لری .

هند د جګړی له طریقه، ختیځ پاکستان چه د پاکستان نیم نه زیات نفوس جوړول له لویدیځ پاکستان نه جلا کړ او پاکستان یی تجزیه کړ چه په نتیجه کی یی پخوانی ختیځ پاکستان د بنګله دیش په هیواد بدل شو . او همدا رنګه د کشمیر مسله د یوه لاینحلی مسلی په عنوان تر او سه د دواړو هیوادونو تر منځ پاتی ده . په حقیقت کی هند د پاکستان   خپلواکی نه منی او د هغه د شتون سره د یو مستقل هیواد په عنوان چندان خوښ ندی . همداسی چه پاکستان له بنګله دیش او د هغه هیواد له پاکستان نه د یو خپلواک هیواد په عنوان هم چندان خوښ ندی .
دریـم : د پاکستان د مختلفو میلیتونو د خلکو پرګنی په پراخه کچه د امریکا په ضد دی .
څـلـورم : له امریکا سره اصلی نږدی قوت او د هغه مشران یعنی د نواز شریف مسلم لیک،   د پخپله نواز شریف په ګډون، په شدت سره فاسد دی . نواز شریف یوازی د خپل د ځامنو، یعنی حسن نواز او حسین نواز، له طریقه د پاکستان دری میلیارده ډالره سرمایه یی له هیواد ویستلی او برتانیه ته یی وړی ده .
که څه هم د پاکستان قضا د نواز شریف د ځامنو د انګلیسی تابعیت په دلیل ونشو کولای چه محاکمی ته یی راکش کړی، اما خپله نواز شریف یی محاکمه کړ، او د سزا په عنوان یی تری د پاکستان صدر اعظمی او د مسلم لیک د مشری عهده   اخیستی ده او په څو نورو د فساد په مواردو کی د تحقیق او محاکمی لاندی قرار لری .

د دی مسایلو سربیره، نواز شریف توانیدلی چه تر یو حده په مسلم لیک کی د خپل رهبری موقعیت د " ګوند قاید " نوی اختراع شوی عنوان لاندی تر اوسه خوندی کړی .
له دی سربیره د پښتنو او بلوڅو د پخوانی شوروی سوسیال امپریالیزم ته تړلی ګوندونه، چه فاسد ګوندونه دی، اوس د نواز مسلم لیک اصلی متحدین دی او د پنجاب شوونیزم، چه د نواز مسلم لیک فعلاً د هغه اصلی علم بردار دی، په ضد   مبارزه یی له یاده ویستلی او د پاکستان د پښتنو او بلوڅانو په منځ کی ډیر   نومبدی دی .
په واقعیت کی د طالبانو مشران له دی ویری چه مبادا د نواز مسلم لیک چه اوس د امریکا حمایت لاندی قرار لری د پاکستان راتلونکی پارلمانی ټاکنو کی ګټونکی سی او د پاکستان راتلونکی حکومت هم په لاس کی واخلی، نو په دی صورت کی به د افغانستان طالبان د پاکستان لخوا شدید سیاسی فشارونو لاندی وی تر څو د افغانستان لاس پوڅی حکومت سره مذاکرات پیل کړی؛ په دی بنسټ د احتیاط نه په کار اخیستو تر اوسه یی د رژیم پرته له قید او شرطه د صلح مذاکراتو وړاندیز یی نه منلی او نه په صراحت سره رد کړی، او په عین حال کی خپل جګړی ته هم ادامه ورکوی .

کړی، او په عین حال کی خپل جګړی ته هم ادامه ورکوی .
د هغه څه په پام کی نیولو سره چی پورته مو ویلی وه   د نواز مسلم لیک د پاکستان په راتلونکو پارلمانی ټاکنو کی د سیاسی لحاظه بری تر ډیره حده ممکن نه دی، اما امکان شته چی دا ګوند د امریکا او انګلیس په مرسته د پاکستان په راتلونکو پارلمانی ټاکنو کی د میلیاردونو ډالرو په لګښت د رأی ورکونکو رأی واخلی او له دی لاری په هغو ټاکنو کی بری ومومی . په هغه صورت کی په پاکستان کی   نظامی کودتا امکان هم متصوره ده، ځکه چه د نواز مسلم لیک بری په نومړی ټاکنو کی د پاکستان په سیاست کی د پوځ مستقیم سیاسی نقش د پای معنی او مفهوم، په ځانګړی ډول ددی هیواد په بهرنی اړیکو کی، دی او د پاکستان پوځ دی ته حاضر نه دی چه دا حالت ومنی .

د پاکستان په نوي پارلمانی ټاکنو کی د نواز مسلم لیګ شکست او په پاکستان کی د یو نوي، او احتمالاً ائتلافی، حکومت منځ ته راتلو سره، "د پاکستان د خلګو ګوند یا "د پاکستان تحریک انصاف " تر رهبرۍ لاندي د پاکستان د ملکی حکومت سیاست د پاکستان د پوځ د سیاست سره د افغانستان په وړاندی همږغه او همآهنګ شي او د پاکستان د ملکی حکومت او د پوځ اوسنی دوه ګونی سیاست د افغانستان په وړاندي به له منځه لاړشي او په دی ډول پاکستان به هم د افغانستان په مورد او په هغه کی "د تروریزم په وړاندی جګړه او مبارزه " د لمړنی "نړیوال اجماع " څخه به یولاس ووزی او د امریکی او هند د مخالفینو د جرګی سره یوځای شی . په یقینی ډول دا وضعیت د افغانستانی طالبانو د جبهی پاکستانی شاګونۍ، او همدا رنګه په افغانستان کی د امریکی مخالف بهرنی قدرتونو صفبندي تر پخوا ډیر پیاوړۍ کړي . په دي صورت کي ټینګ احتمال دا دۍ چه طالبان به د رژیم د صلح او اوربند وړاندیز په ښکاره ډول رد کړي او خپلي جګړی ته به دوام ورکړي .

ولي په جګړی کی د طالبانو برۍ هم متصوره نه ده او که برۍ هم ومومی د هیواد او د هیواد د خلګو د اساسی ستونزو د حل توان ونلری . څرنګه چی د اسلامی امارت په دور کی نه یواځی ونتوانیدل دا اساسی ستونزی حل کړی، بلکه هغه یی تر پخوا هم لا ډیر ټیګتیا او پراخوالی ورکړل .
۱ -- د هیواد او د هیواد د خلګو اساسی ستونزه څه ده؟ دا اساسی ستونزه عبارت دۍ د امپریالیزم د سلطی څخه، په اوسنی حالت کی مستقیم او ښکیلاکګری سلطه او د فیوډالیزم او کمپرادوری بورژوازي سلطه . طالبان یواځی د امپریالیزم د مستقیم او ښکیلاکګرۍ سلطی سره مخالف دي نه د امپریالیزم د نیمه ښکیلاکګری سلطی سره . سربیره پرهغه دوۍ په کلي ډول د فیوډالیزم او کمپرادوری بورژوازی سره مخالفت نه لري . په واقعیت کی په افغانستان کی د طالبانو تر کنټرول لاندي سیمی د امپریالیستانو د ولکي څخه په کلي ډول آزاد نه دي، بلکی فقط د امپریالیستانو د مستقیم ولکی نه آزادی سیمی دي او نیمه ښکیلاکګری حالت لری . نیمه فیوډالیزم نه یواځی پر دي سیمو ولکه لری، بلکه د نیمه فیوډالی فرهنګ سلطه پر دي سیمو ډیره ټینګه ده نسبت و هغه سیموته چه د امپریالیستی اشغالګرانو او لاسپوڅی رژیم تر کنټرول لاندي دي .

سربیره پرهغه د افغانستان د ټولنی د دوو نورو مهمو ستونزو په اړه یعنی د ملیتی شوونیزم د سلطی ستونزه    د هیواد د ترستم لاندي ملیتونو پر خلګوباندي او بله ستونزه د مردسالارۍ د شوونیزم سلطه د هیواد پر ښځو باندي، د طالبانو   وضعیت د رژیم د وضعیت په نسبت ډیر بد دۍ . د طالبانو ملیتی شوونیزم او جنسیتی شوونیزم د لاسپوڅی رژیم تر ملیتی شوونیزم او جنسیتی شوونیزم په نسبت لا ډیر شډل او زیږ دۍ .
3--  همدا اوس د طالبانو د پخواني ځواکونو نسبتاً مهمه برخه چه د ملا محمد رسول او ملا عبدالمنان نیازی تر رهبرۍ لاندي دي،عملاً او د جکړي په ډګرونو کی د لاسپوڅی رژیم په ملیشو بدل شوی دي . او همدا رنګه د طالبانو د پخوانی ځواکونو بله نسبتاً مهمه برخه د "داعش " بیرغ پورته کړی دۍ او په عین جګړه کی چه د پوشالی ځواکونو په وړاندي کوی د طالبانو په وړاندي هم جنګیږی . "فدایی محاذ ..." هم د طالبانو څخه بله جلا شوي ډله ده، که څه هم دا ډله د هغو دوو نورو ډلو نه کمزوری دۍ . سربیره پر دی "د حقانی شبکه " ، با وجود د دی چه سراج الدین حقانی د مولوی هیبت الله لمړی مرستیال دۍ، تر ډیره بریده د ملا هیبت الله د ډلی څخه یوه مستقله برخه ده او مستقلانه عمل کوي . د دوو یاد شوو ډلو تر منځ جناح بندیګانی کله کله د هیواد په جنوب ختیځ او جنوبی سیموکی د ولسوالیو او محلی واحدونو په کچه د صفوفو او مسؤلینو تر منځ ستونزي او کش او راکش را منځ ته کوي .

4   د طالبانو د تحریک په اړه ډیره مهمه موضوع چه د سیمی په کچه باید دقیقاً توجه ورته وشی هغه دا دۍ چه د پاکستانی طالبانو د تحریک نسبتاً مهمه برخه د پاکستان د پوځ سره په جګړه کی ماتی نه وروسته د افغانستان ختیځو سیمو ته عقب نشینی کړی ده او کماکان د پاکستان د پولیسو او پوځ سره جګړه مخ ته بیایی، په غیر مستقیم ډول او د مختلفو چینلونو نه، د هغی جملی څخه د لاسپوڅی رژیم په د ننه کی د هند د دولت عوامل، نور د هند د دولت په مرستو پوری تړلی دي .
دا برخه چه په واقعیت کی په سیمه کی د تحریک طالبان فاسد شوی برخه، حتی د طالبانی معیارونو پر بنسټ، جوړوی، نهایتاً په افغانستان کی د امریکایی او انګلیسی اشغالګرو او لاسی پوڅی رژیم په خدمت کی یو قوت ګڼل کیږی .
۵ --  یو شمیر نسبتاً د توجه وړ بهرني "جهادي " جنګیالي چه د دوۍ اکثریت یو وخت د داعش تور بیرغونه پورته کړي وه تر اوسه هم د طالبانو په لیکو کی شتون لري . دوی په واقعیت کی "د افغانستان اسلامی امارت " سره مینه نه لري او فقط د طالبانو له خوا د دوۍ د ځپلو او له منځه وړلو له ډاره په مؤقت ډول د داعش بیرغ یی کښته کړۍ دۍ او که کله هم شرایط ورته برابر شی بیا هم هغه بیرغ به پورته کړي . د هیواد ولسونه د دا بهرني "جهادیان " څخه چه باالقوه داعشیان دي او د دوی عملکرد تر اوسه هم تر ډیره بریده د داعشیانو په شان دي، په کلکه کرکه لري .

۶ - یو نسبتاً د توجه وړ شمیر د طالبانو د منځنی او کښته کچی رهبران داعشیانو ته ډیر قوي تمایلات لری . دوۍ په افغانستان کی و مذهبی او فرقه یی تشنجاتو ته   د شیعه ګانو پر ضد او دغیر پښتون پر ضد ملیتی اختلاف ته لمن وهی د طالبانو تر سپین بیرغ لاندي د تور بیرغ لرونکی داعشیانو کارونه کوي او عملاً د هغو په خدمت کي دي . په واقعیت کی ویلای شو چه د مخدره موادو په تجارت او وړل راوړلو کی د دوۍ ګډ کار و داعشیانو ته د دي خوشخدمتۍ اقتصادي بنسټ جوړوي .
۷ - د افغانستان په هکله د امپریالیستی او ارتجاعی "نړیوال اجماع " ګډوډیدل او د روسی - چینی امپریالیستی -سوسیال امپریالیستی او ارتجاعی او د هغو دنباله روه ارتجاعی قدرتونو صفبندۍ سره د طالبانو نسبتاً په څرګند او ښکاره ډول تړل کیدل کوم چه د امریکا او د هغه د متحدینو او دنباله روانو امپریالیستی - ارتجاعی صفبندۍ سره په تقابل کی دي، چه په راتلونکی کي په قوي احتمال سره تر پخوا لا ډیر پراخوالی او زور واخلی، په دي مانا ده چه د اشغالګرو امپریالیستانو او لاسپوڅی رژیم په وړاندي د طالبانو ارتجاعی مقاومت جګړه، نور په روښانه او ښکاره ډول د چین او روس د مخ په زیاتیدو تضاد انعکاس د امریکا - انګلیس او د هغو د دنباله روانو سره هم دۍ .

که څه هم په دغسی وضعیت کی د هیواد د خلګو د ملی تضاد عمده والی د امریکایی امپریالیست اشغالګرو او د دوی متحدینو او دنباله روانو او لاسپوڅی رژیم سره پخپل ځای دۍ او د طالبانو او د دوی د امپریالیستی او ارتجاعی بهرنی ملا تړو سره تضاد غیر عمده حالت لری، ولی باید په ټینګه او په پیاوړي ډول اعلان کړو چه د طالبانی مقاومت جګړی په ښکاره او صریح ډول وابسته کیدل د امریکایی امپریالیست اشغالګر او د دوی متحد   امپریالیستی قدرتونو او ارتجاعی بهرنی دنباله روو قدرتونو په وړاندي د روسی امپریالیستانو او چینایی سوسیال امپریالیستانو او د دوی دنباله روو ارتجاعی قدرتونو په سیمه ایز او نړیوال سیاسی او ستراتیژیک لوبوکی د افغانستان کړکیچ، منجمله په نظامی برخه کی، تر پخوا لا زیات تشدیدوی او پراخوی او په مضاعف ډول د دي جګړي دبري په لار کی خنډونه جوړوي . په بل عبارت سره په دغسی وضعیت کی ویجاړ هیواد به نور هم په کنډوالو بدل او د امپریالیستی جګړی له کبله به د هیواد د خلګو درد او رنځ به لا ډیر او لا خونړۍ کړي . ولی حتا د طالبانی مقاومت جګړي نسبتاً غیر محتمل برۍ به هم ناوړه پیښه وي : هماغسی چه د شوروی ضد مقاومت جګړی نسبی برې پیلی په ناورین بدل شو .

په افغانستان کی د ارتجاعی نیروګانو تر رهبری لاندی د "شوروی " ضد مقاومت جګړي تجربه، چه د امریکایی او اروپایی امپریالیستانو، د چینی رویزیونستانو او د سیمی د ارتجاع د وابستګی په چنبره کی را ګیر شو او په نتیجه کی په پوره ډول د دوۍ دلاس په آله بدل شول، په څرګند ډول یی دا وښود چه د سوسیال امپریالیستی اشغالګرو ځواکنو د ایستلو په جګړه کی او د قدرت انتقال و جهادی ګوندونو ته د نسبی بری سره سره، نه یواځی دا چه د افغانستان هر اړخیز کړکیچ حل و فصل نشو بلکه هغه برې خپله په هیواد کی د امریکایی امپریالیستانو او د هغه امپریالیستی متحدینو او بهرنې ارتجاعی دنباله روانو د یرغل او اشغالګری او د لاسپوڅی رژیم و پوشالی قدرت ته د رسیدو زمینه برابره کړه .

نو ځکه، سیمی او نړۍ اوضاع د پخوا نه لا ډیر د امپریالیستی اشغالګرو، لاسپوڅی رژیم او مرتجع داعشی اشغالګرو په وړاندي د ملی ولسی او انقلابی مقاومت جګړي هسکول او وړاندي بیول په یو جدي عینی او ذهنی اړتیا بدل شوی دی او په اوسنی حالت کي د چمتو والی مبارزی ډیر غوڅ او اصولی پرمخ بیول د دغسی یوي جګړي هسکول او وړاندي بیول تر پایه پوری یی په ډډه نه کونکی امر بدل کړۍ دۍ .
د افغانستان کمونیست (مائوئیست ) ګوند یوځل بیا خپل غوڅ او کلکه اراده د دغسی مبارزاتی مسیر په لاره تلل څرګندوی او په کال 1397(2018)  د مۍ انترناسیونالیستی او انقلابی لمړۍ روځ د نمانځلو په درشل کی اعلان کوي چه هر څومره اصولی او چټک د چمتووالی مبارزاتی مسیر په خاطر د ملی ولسی او انقلابی مقاومت جګړي هسکول او وړاندی بیول د امپریالیستی اشغالګرو او لاسپوڅی رژیم اوهمدا رنګه مرتجع داعشی اشغالګرو په وړاندی، خپلی سیاسی ملی ولسی او انقلابی طرحی او وړاندیزونه په لاندي ډول تر لاس لاندي نیولي او د هغو د عملی تحقق لپاره پخپل ټول توان او قوت سره هلی ځلی وکړی :

۱ --  د ګوند د ایدیولوژیک - سیاسی او تشکیلاتی ټینګښت او پراخ والی لپاره پرله پسی تلاښ تر هغه حده پوری چه ګوند وکولای شی د خپل سیاسی متحدینو سره په همږغۍ او همآهنګۍ کی د ملی ولسی او انقلابی مقاومت جګړي د هسکولو او پرمخ وړلو مسئولیت په غاړه واخلی .

۲ -- د ګوند سره د ګوند نه بهر د مائوئیستی ځواکونو او شخصیتونو د وحدت د خوندي کولو لپاره جدی مبارزه او د درونی ایدیولوژیک - سیاسی مبارزی پر مخ وړلو او په عملی مبارزاتو کی د متقابلو مرستی له لاری .

۳ --  په دوامداره او ډیر زغم سره مبارزه د تیوریک او عملی مبارزاتی همږغۍ، همآهنګی او همکاری منځ ته راوړل د ګوند او د "چپ شعله یی " سازمانونو هغی برخی تر منځ چه خپل پخوانی تسلیم طلبیو او بی تفاوتیو سره پري کړي وی او د امپریالیستی اشغالګرو او لاسپوڅی رژیم په وړاندي یی موضعګیری کړی وی او مبارزه کوي .

۴ --  په هیواد کی د نوي ډیموکراتیک جریان پخوانی اشخاصو، افرادو او منسوبینو د بی تفاوتیو او ډار د له منّځه وړلو لپاره دوامداره هلی ځلي او د دوۍ سره مرسته او همکاری د هغو په فعاله کیدوکی دجاري مبارزو لپاره، ولو که په ګوند کی د شاملیدو تیاری ونلری .

۵ --  د اشغال ضد او لاسپوځی رژیم ضد توده یی ملی - ډیموکراتیک سازمانونو په پراخ ولسی ملی - ډیموکراتیک مبارزو کی د شاملیدو د روحیی منځ ته راوړلو هلی ځلی، د دوی په عین ځانګړی برخه ایز او صنفی مبارزو پر مخ بیولو کی .

د افغانستان کمونیست (مائوئیست )ګوند په هیواد کی د خپل پیګیره مبارزاتی دندي د سرته رسولو سره یو ځای، د بین المللی منظر نه د نورو هیوادونو د مارکسیست - لنینیست - مائوئیست ګوندونو او سازمانونو سره د ګڼ مبارزاتی اړیکو لپاره مبارزه وکړي، په لا فعال ډول سره به د هند جنګ خلق او د فلیپین جنګ خلق څخه دفاع وکړي او کوښښ به وکړي چه د خپل نهپهشاکیدونکی ایدیولوژیک - سیاسی او تشکیلاتی هغه دنده، چه پـه نـړۍ کـی د یـوه نـوي بـیـن
المللي مائوئیستی مرکز د جوړولو د پاره ضروری دِی، په زړه ورتوب او اصولیت سره په غاړه واخلي .

ژوندۍ دي وي د مۍ انترناسیونالیستی او انقلابی لمړۍ ورځ کارګرانو نړیوال ورځ )!

ژوندۍ دي وي پرولتري انترناسیونالیزم !

وړاندي د ملی ولسی او انقلابی مقاومت جګړي د هسکولو او پر مخ بیولو په لاره !

 

د افـغـانـسـتـان کـمـونـیـسـت (مـائـوئـیـسـت ) ګوند

د مۍ لمړی ورځ – 1397 (2018)


www.sholajawid.org
sholajawid2@hotmail.com
http://www.facebook.com/896077590481875