Skip to: Site menu | Main content

 

 

 

 

 

د ټولوهیوادونو پرولتران سره يو شی!


سره او انترناسيوناليستی دمی لمړی ورځ


کړکيچونه،جګری،ستم،بیکاری،فقر!
ترستم لاندی پرولتران او تر ستم لاندی خلکو! راځی چه سره یوشو او راتلونکی پخپل لاس کي واخلو!
ژوندی دی وی انقلاب!
دامپریالیزم ژوراقتصادی کرکیچ لاروان دی او امپریالیستان دا بار دنړی دخلکو او پرولترانو پر اوږواچوی.هغوی د حالاتو دښه والی خبری کوی،خویوازنی ښه والی چه په لاس راځی هغه  دګټی،شتمنی اودجګری دټوکو په لور یرغل دی.
 په بدل کی وینو چه په ټولو هیوادونو کی پرولتاریا،فقیر بزګران او نوری پرګنی پرته له بیکاری،دکاردقانون پرله پسی بدلونونه،زبیښاک او مریتوب،بدبختی،دخام مواد او دانرژی دزیرمی چور، دچاپیریال ړنګیدلاو دهیوادونو لوټل پهنصیب کی دي.
دلوړو زده کړواوکلتوری پرمختګ سره سره، همدا اوس د ځوانانو اکثریت بی روزګاره دي.نوی تکنالو‌ژی د ډیری ګټی اخیستلو،د زبیښاک زیات والی،دکار دځواک جابرانه قومانده او کنټرول او دوسلی دورانیځواک دډیریدو لپاره کارول کیږی.
پرولتران اوپرګنی په امپریالیستی هیوادونو کی او همدا راز د امپریالیزم تر ستم لاندی هیوادونو کی د دی حالت په وړاندی پاڅون کوی.پرولترو اوپرګنی دژوند له بده بدحالت او بی امیده کار اوراتلونکی نسی منلی.هغوی دخپل ستمگرانو او زورونکو څخه لا ډیر او لا ډیرکرکه کوی.
تر ستم لاندی هیوادونو کی کارګران،بزګران اوځوانان د سرکوبولو په ضد په کراتو سړکونو ته وځی، تر څو د دوی په معیشتباندیدتیریو په وړاندی وجنګیږی.بزګران،دا د نوی دموکراتیک انقلاب عمده ځواک،دبزګرانو دضد سیاستونواو دهغوی بیځایول او له منځه وړلپه وړاندی مقاومت کوی او دځمکیدلاسته راوړو لپاره د نیمی پیوډالی زوړاو "نوی" شکلونود تسلط په مقابل کی، چه د امپرایالیستی واکمنی ستونده، باندی ټینګارکوی.
په امپریالیستی هیوادونو کی دځوانانو اوکډوالو، له فرګوسن نه تر استاکهولم او تربانلیوس په پارس کی پاڅون او عمومی مبارزی ډیر ځلی  د دولتی سرکوبګری دستګاه سره په ټکر کی لویږی.
داټول ددی ښودونکی دی چه انقلاب،دیو تمایل او احتیاج په توګه، دورځ په تیرودو سره زیاتیږی او د دولتونو او واکمنی ارتجاعیکیدو او فاشیستیکیدو سره په ټکر کی لویږی.
د خلکو جنګ او مبارزو کید ښځو مخکښی ونډی په هر ځای کی،دخلکو جنګونو او مبارزاتو کی، دفجیح طبقاطی او جنسی ستم لکه جنسی تیری او د ښځووژل، چه دنړی سړکونه تری ډک دي،په لمنځه وړلو کی او د رښتنی خلاسون لپاره دانقلاب غوښتنی،پرمختګ کوی.
دخلکو دشورش پر وړاندی او دهغیمخنیوی لپاره، امپریالیستان، دهغوی دولتونه، د هغوی ښی اړخه او"کین ارخه" دعویدارحکومتونو،دکوټولو، عام وژنی، ظالمانه زورول اوربړول، ولس غولونی اوتوطئه ګریله لاری غبرګون ښیی.هغوی هغه پولیسی دولتونه چه سیاسی-اجتماعی اوفردی ازادی لمنځه وړیجوړوی، او بیهوده تکل کوی چه دخلکو او تودوانقلابی تشکیلات حرکتونه ودروی.
همدا راز هغوی،پخپل ارتجاعی نظام کی دننه،دپرګنو قهر د کنترول لپاره، ریفورمیستی سوسیال دموکراتیک اورویزیونیستی غولونکی مضحکی ټولټاکنو نه کار اخلی.دغه ځواکونو داسی انګیرنی خپروی چه ځینی "دخلکو پلوی" حکومتونو کولای شی چه دکړکیچ پر ویرانگریو باندی غالب شی.دبیلګی په ډول په یونان کی، دا په اروپا کی دستر کرکیچ نښه، نوی سوسیال دموکراسی ځواکونو لکه(SYRZA
)دوروستی چاره په حیڅواک ته رسیږی،اماهغوی توان نه لریچهد اروپا دپانګی او بانکونو مستبدانهامرونواو یا د پرګنو دنیازمندیو او مبارزاتو په وړاندی پرځای پاتی شی.
همدا رازکه ددرواغجنوکین ا‌ړخو ځواکومریی توب د امپریالیزم په وړاندیچه پرګنی بی لاری کوی بیا هم مخنیوی کونکۍ پاتی شی،په ډیرو هیوادونو کی پرکنی دطبقاطی مبارزاتو زیات والی او پراخ تحریملوله لاری غبرګون ښی.
په اوکراین او ختیځ اروپا کی دانقلاب ضد او همدا راز نازی ډولهځواکونه د متحده ایالات، داروپا اتحادیه او ناتو په مرسته، دامپریالیستانو تر منځ دشخړوپه یو چوکاټ کی دپوتین روسیی سره،وړاندی ځی.پرګنی دفاشیزم او امپریالیزم پر وړاندی عادلانه مبارزه کوی،ولی ددی دپاره چه دامپریالیستی روسیی توسعه غوښتونکی پلی ځواک و نه اوسی، یوی رښتنی کمونیستی مشری ته اړتیا لری.

د پرولتارانو او پرګنو خوځښت بنسټیز بدلون غواړی او دهغه دلاس ته راوړنی یوازنی وسیله د واکمنو طبقو لمنځه وړلو لپاره اسلحی ته لاس وړل او د زبیښاک، ستم او امپریالیزم نه دیوه پاکه جامعه بنسټ ایښودل  دي.
که څه هم دامپریالیزم او دنړی تر ستم لاندی خلکو او ملتونو تر منځ تضاد په نړی کی عمده تضاد او انقلاب چه دنړیوال پرولتری انقلاب دنوی څپی دپتانسیل په واسطه تجسم مومی، په نړی کی عمده روند پاتی دی؛ مگر دننه په کړکیچ کید امپریالستانو تر منځ تضادونه سختیږی او د نړی د یوه نوی ویش لپاره د جنګ په لور تمایل لاډیر او لا جدی شوی دی.
دنوی دیموکراتیک انقلابونو د کامیابه وړاندی وړلو لپاره د امپریالیزم تر ستم لاندی هیوادونوکی، او د پرولتاریائی او سوسیالیستی انقلابونه  کمونیزم ته په کامیابه وړاندی وړلو لپاره په  امپریالستی هیوادونو کی،د پرګنو خوځښت یو رښتینی انقلابی کمونست ګوند،دټولوتر زبیښاک او تر ستم لاندی پرګنویوه متحده جبهه دپرولتاریاتر مشری لاندیاو د خلکویو انقلابی پوځ په هر هیواد کی اړتیا لری.
چیرته چه پرګنی دا وسیلی ونلری،دهغوی اتلی او زړوری مبارزی ماتی خوری او پای کی دارتجاعی ځواکونو نانزکه،چه همیشه د امپریالستی نظام سره تړلی وی، جوریږی اونشی کولای چه هفوی د سیاسی، اقتصادی او اجتماعی زنځیرونونه خلاص کړی.
دترورزم په وړاندی جکړی په نوم امپریالیزم کورنی ترهګړۍاو جګړي په لار اچوی. لاکنامپزیالیزم پخپله رښتینی تروریزم دی. امپریالیزم هغه بلا ده چه مونږ باید دهغه په وړاندی جګړه وکړو اوړنګ ئی کړو.
 په نړی کی څه شی له امپریالیزمنه بدتر دی؟ امپریالزم او په ځانګړی ډول د امریکا امپریالیزم په عراق او افغانستان کی یرغلګری او ښکیلاک ګری جګری او په سوريه،لیبیا،یمن اوټول منځنی ختیځ او لویدیځ آسیای کی نیابتی جګړی ته شدتورکوی.هغوی د خلکو دپاڅونونو پر وړاندی په عربی هیوادونو کی دمستبدانو او منسوخ شوی رژیمونوبیرته په واکمنی کی دنصبولو، لکه په مصر کی، او د دی سیاست دادامی له لاری، دصهیونستی ژاندارم (اسراییل)او په منطقه کی دنورو ارتجاعی رژیمونو سره په تبانی او اتحاد، له ترکیه نه تر ایران او ترعربستان سعودی پوری، غبرګون ښیی.
دا جګړی او لاس وهنی کی امپریالستان فیودالی او ارتجاعی ځواکونه مسلح کوی، کوم ځواکونه چه بیا دهغوی په ضد اوړی او خونړی یرغلونو سره جګړه امپریالستی هیوادونو ته وړی.داجګړی او یرغلونه د هغهدولتونو امنیت او ټینګښت، چه هلته دشورشی کډوالو هغی پرګنی او ګروپونه شتون لری چه دامپریالزم نه کرکی لری، کمزوری کوی.
په هغه ساحو کی چه مستقیم او غیر مستقیمی  لاس وهنی کیږی،امپریالیزم د"ورو ټکر" سیاست دخپل اجیرانو او توطئی په واسطه په کار اچوی ترسو دستم لاندی پرګنو اوخلکو دمبارزی هدف د عمده دښمن نه منحرف کری،دامپرالیزم ضد متحده جبهه تقسیم کړی او پرګنی د پرګنو پهوړاندی ودروی،لکه څنګه چه همدا اوس په سوریه کی کردان او عربان هغه سره مخامخ دی.
هغه ځایونو کی چه "داعش" پرمختګ کوی،پرګنی دبیلګی په توګه دکردانو پرګنی دروجاوا اوکوبانی جبهی په لمړی لیکو  کی دښځو په برجسته ونډی لرلی سره، جنګیزی او مقاومت کوی.اما یوازی دخلکو جنګکی د جګړی له لاری،نه یوازی د (داعش) بلکه د امپریالیزم او د منطقه ارتجاعی رژیمونوپر ضد،پرګنی کولای شی چه ځان د اجتماعی او ملی ستم نه آزاد کړی.
بوژوازی او دهغوی نخبه روښان فکران په امپریالستی هیوادونو کیاو همدا راز دامپریالیزم ترستم لاندی هیوادونو کلتوری مرکزونو کی د کارګری طبقی او دهغه د ایدیولوژی، چه دمارکس، انګلس،لنین، ستالین او مائوتسه دون په واسطه، مقدرانه ترسیم شوی دی، مرثیه وائی. مګرمونږ دنړی په ګوډ ګوډ کی دکارگرانو د طبقاتی او جنګیالی مبارزاتو شاهدان یو،چه امپریالستی هیوادونواو همدا راز چین او دپانګه والی پرمختګ دعوه کونکی ټول هیوادونه،یا په اصطلاح( دلوړیدو په حال کی هیوادونه)،لرزوی.
 په امپریالستی نظام کی لوی هیوادونه لکه برازیل،ترکیه او داسی نور، د کارګرانو، بزګرانو او نورو پرګنو ځواکمنو مبارزاتو سره مخامخکیږی. دا د دی ښودونکی دی چه ځنګه دامپریالیزم تر واکمنی لاندی دهغه هیوادونو د پانګه والی لوړوالی، هغو "خټین دیو"  یا د انقلاب کروندی جوړ کړی دی.
په نړی کی هیڅ ځای شتون نلری چه هلته اخ وډب او دطبقاطی مبارزی شدت ونه لیدل شی.پدی چوکاټ کی د خلکو جنګ دمارکسیست-لنینیست-مائوئیست ګوندونوتر مشری لاندی دآزادی بښونکو مبارزو یواځنی ستراتیژیک ورګرځونکی دی.
په هند کی دخلکو جنګ چه مستقیما په نړی کی دامپریالیزم او ارتجاع  یوه تکیه ګاه  ته ضربه  وهی،دټول نړی انقلابی پرګنو په منځ کی عظیم شور شوق په لار اچولی او د یو انترناسیونالیستی صفبندیپیاوړیټولیدوځای جوړشوی دی.پهفلیپین،پیرو اوترکیه کی د خلکو جنګ سره یوځای،په هند کی دخلکو جنګ دامپریالیزم کمزورکولو ته ادامه ورکوی او د امپریالیستی زبیښاک اوستم اودارتجاعی فیودالی نظام ځواکونو دړنګیدو او دیو نوی قدرت او نوی جامعیدجوړښتتک لوری ښیی.
مارکسیست-لینینست-مائویست کمونیستان باید په نړی کی د مشری دندیاخستلو او دخپل ودی او پیاورتیا لپاره کمونیست ګوندونه جوړ کړی او استحکام ورکړی، خپلی لیکی د رویزیوستی اوتسلیم طلبانه تمایلات،لکه پراچندیزم په نیپال کی، اواکیانیزم په امریکا کی، د ښی اپورتیستیخط ټول ډولونه په پیروکی او داسی نورتصفیه کړی او په عین حال کی  دکوچنی بورژوازی بی باره "انقلابیګری"او دکماتیزم ته کښیوتنه ونکړی.
د کمونیست ګوندونو جوړښت باید د طبقاتی مبارزاتو په شعلو او پرګنو سره په نږدی اړیکو کی او دسیاسی قدرت لپاره د طبقاتی مبارزاتوپه کارولو کی، مخ ته وبیول شی.
د ۲۰۱۵ د می لمړی ورځ مونږ دی ته رابولی چه د کمونیزم سره جنډه د نړی امپریالیستی ضد ټول مبارزاتو او مظاهرو کیلوړ او رپانده وساتو او له دی شعار سره چه:«د نړی پرولترانو او تر ستم لاندی خلکو سره یو شی!»یوځاید هغه د ټینکښت او بیا نوی کولو سره، وړاندی یوسو.
راځی چه په ټوله نړی کی د ارتجاعی او امپریالیستی جګړو د درولو او د امپریالیزم او ارتجاع د کوټلو لپاره سره یوشو!
راځی چه د خلکو او د انقلاب قربانیانو ته درود ولیږو! راځی چه دسیاسی انقلابی او کمونیست زندانیانو د خلاسون مبارزی څخه په ټوله نړی کی ملاتړ وکرو!
راځی چه رښتینی پرولتری انټرناسیونالیزمد پرولتری مبارزاتو او دخلکو دمبارزاتو په مشرید یو نړیوال کمونیستیسازمان په لوردپرمختګ لپاره دشرایط دجوړولو په خاطر مخ ته یوسو!
راځی چه د خلکو جنګونه تر بریاوو پوری ملاتړ وکړو!
راځی چه د کمونیزم راتلونکی پخپل لاس کی واخلو!

1-- دکمونیست مائوئیست ګوند دجوړښت کمیته – ګالیسیه – داسپانیی ایالت
2-- دکمونیست مائوئیست ګوند دبنسټ ایښودلو کمیته - اتریش
3-- دبرازیل کمونیست گوند (سره فرکسیون)
4-- داکوادور کمونیست گوند (سره لمر)
5-- دافغانستان کمونیست (مائوئیست) گوند
6-- دصربستان مائوئیستی خوزښت
7 -- دهند کمونیست ګوند (مائوئیست)
8-- دموکراسی او طبقاتی مبارزه – دبرتانیی ایالت
9-- دچیلی دکمونیست گوند سره فرکسیون
10-- عظیم آشوب – دبرتانیی ویلز ایالت
11-- د کمونیزم په لور لوږده لاروهنه (اسپانیه)
12-- کمونیست مائوئیست ګروپ – دامریکی متحده ایالات
13-- دتونس مائوئیستی خوزښت
14-- دمانیپور کمونیست مائوئیست ګوند
15-- دایتالیی کمونیست مائوئیست ګوند
16-- مائوئیستی انقلابی اتحاد - سریلانکا
17-- د پیرو ولسی خوزښت (دبیا سازمان ورکولو کمیټه)
18-- سره بلوک ( دمائوئیستانو وحدت) فرانسه
19-- دکانادا انقلابی کمونیست ګوند
20-- انقلابی روشنفکران – فرهنګی جبهه،نیپال
21-- انقلابی پراکسیس - برتانیه
22-- خلک ته خدمت – دناروی کمونیستی اتحاد
23-- دخلک خدمتګاران- اوکسیتانی- د فرانسی ایالت
24-- دکارگرانو غږ - مالیزیا
25-- دایرانی مائوئیستانو یوه ډله
26- دکمونیست مائوئیست ګوند د جوړښت کمیته - جرمنی
27-- حزب کمونیست نوین (کمیتۀ ارتباط) – ایالات متحدۀ امریکا
28-- دکمونیستی بلاګونو شبکه
29-- دترکیی کمونیست گوند/ مارکسیست-لنینیست