Skip to: Site menu | Main content

 

 

 

 

 

د افغانستان د کمونست(ماویست) ګوند سراسری دویمی کنګری په بری سره دجوړیدو خبرتیا


د افغانستان کمونست(مائویست) ګوند دویمه سراسری کنګره دګوند دټولوتشکیلا تی واحدونونژدی اکثریت استازو په ګډون  د افغانستان د کمونستی غورځنګ(مارکسیستی- لیننستی- مائویستی) د وحدت دکنګری دجوړیدو څخه  چه د افغانستان د ژغورلو لپاره دپیکار سازمان، دافغانستان د کارګرانو انقلابی اتحاد او د افغانستان کمونست ګوند  ترمنځ وحدت راوستل په یوواحد ګوند [ د افغانستان کمونست (مائویست) ګوند] کی وو، جوړ اوپس له درو ورځو په بری سره پای ته ورسیده .
دکنګری دجو‌‌ړیدو ځای دنړیوال کمونستی غورځنګ د سترو مشرانو (مارکس، انګلس،لینن،استالین او مائوتسه تونګ) په انځورنو سره ښکلی سوی وه. دکنګری د خطا بی د میز په مخکی دا شعارچه (نیکمرغه دی وی دافغانستان کمونست (مائوست) ګوند دویمه کانګره) لیدل کیده. او همدارنګه دکنګری دخطابی میز په دوو وړو اویولږ څه ستری جنډی سره ښکلی سوی وه .
 کنګری خپل کار دانترناسیونال د سرود په ‌ږغولوسره پیل کړ. وروسته سیاسی ګذارش دکنګری دتیاری اوجوړیدو کمیسیون له خوا په څلوروبرخوکی (نړیواله اوضاع، دافغانستان اوضاع، دنړیوال کمونستی غورځنګ اود افغانستان کمونست(مائوست)ګوند وضعیت وکنګری ته وړاندی سو. دسیاسی ګذارش د وړاندی کولو په  لمړی سرکی د ژوندی یاد ملګرو هر یوملګری مومند ملګری حفیظ ملګری کریم ملګری عزیز دنړی او د افغانستان مائویستی غورځنګ ټول ژوندی یاد اوسر ښند ونکی ملګرو په درناوی سره ولاړ  اوڅلور دقیقی چوپ ودریدل. وکنګری ته د سیاسی ګذارش په مندرجاتو باندی په بحث کی د کنګری ګډون وال ملګرو خپلی نظریی او پیشنهادنو وړاندی کړل. ټولو ملګرو دسیاسی ګذارش د متن سره خپله موافقه اعلان کړه او په ضمن کی د دی ګذارش دښه کولو لپاره په ځنی بر خوکی معین اصلاحات او تعدیلات وړاندی کړل. وړاندی سوی وړاندیزونو باندی بحث وسو او داکثریت لخوا ومنل شو. دکنګری دکارپه پای کی، وکنګری ته وړاندی شوی سیاسی ګذارش، دګوند سیاسی خط مشی(جمع بندی)سره یوځای د آراوو په اتفاق سره تصویب شوه.
 دکنګری د دویمی برخی کار، دافغانستان کمونست (مائوست) ګوند د اساسنامی مسوده دمخکنی دنني بحثونونه روسته بیا تر بحث لاندی ونیول سوه دا مسوده  لمړی دمرکزی کمټی دسیاسی دفترلخوا ترتیب شوی او د مرکزی کمیټی نهم پولنیوم ته وړاندی سوی وه دګوند دمرکزی کمټیی نهم پولنیوم  د مسودی په متن کی معین اصلاحات، تعدیلات او اضافات راوستل او وروسته نوی متن دعمومی نظرغوښتنی لپاره دګوندو ټولوملګروته ورکړسو د دی نظرغوښتنی په پایله کی په متن  کی نور زیات اصلاحات تعدیلات او اصافات راوړل سو. نوی متن یوځل بیا دګوند دمرکزی کمیتی په لسم پولنیوم کی تر بحث لاندی ونیول شو اوپه متن کی نور زیات معین اصلاحات تعدیلات او اضافات راغلل.      د ګوند مرکزی کمیټی د لسم پولنیوم فیصله سوی متن د ګوند سراسری کنګری ته وړاندی شو اود وروستی ځل لپاره نور زیات اصلاحات تعدیلات اواضافات پکی راوستل شو. نهایی شوی متن په کنګره کی ټاکنی ته وړاندی شو او د آرائو په اتفاق سره تصویب سو .
د کنګری دکار په دریمه برخه کی، دمرکزی کمیټی د اصلی او علی ا لبدل غړود ټاکلو لپاره ټاکنی وشوی. د کنګری ګډونوالو هغه ملګروته چه ځانونه ئی نوماند کړی و، رایه ورکړه د دی رایی ورکولو په پایله کی د ګوند مرکزی کمیتی اصلی او علی البدل غړی وټاکل شول.
 دکانګری دکار په پای کی یوځل بیا دانترناسونال سرود خپور سو .اود کانګری غړی په پښو ودریدل او سرود سره یی ملتیا وکړه دافغانستان کمونست (مائوست)ګوند دسراسری کنګری کار د دریمی روځی مازدیګر دلنډی پای وینا وروسته په دی هیلی سره چه له کانګری نه وروسته دګوند مبارزاتی کړنی دیو نوی خوزښ شاهدان واوسو پای ته ورسیده. دکنګری دکار پای ته رسیدونه وروسته په کنګره کی ټول شامل ملګری په تدریج سره د کنګری د جوړیدو ځای نه خواره او دخپلوساحوپه لور وخوځیدل .
دافغانستان کمونست (مائوست) ګوند مرکزی کمیته
دتلي  ۱۳/۷/۱۳۹۳     (داکتوبر۵/۱۰/۲۰۱۴ )