Skip to: Site menu | Main content

 

 

 

 

 


دافغانستان دکمونیست (مائوئیست) ګوند
ددویمي شمیری سیمه ایزي کمیټی دبنسټی واحد مسؤل د مړیني په مناسبت

دافغانستان دکمونیست (مائوئیست) ګوند مرکزي کمیټه په ډیرخواشینۍ سره دافغانستان دکمونیست (مائوئیست) ګوند د غړي او دیوي اولسوالۍ ددویمي شمیری دسیمه ایزي کمیټی مسؤل ملګری (ق.س.م) د مړیني له کبله دافغانستان دکمونیست(مائوئیست) ګوند ټولو کدرونو ‎- غړو اوهوادارانو او دافغانستان نورو مائوئیستانو او دنړۍ د نورو هیوادونو مائوئیست ګوندونو او سازمانونو ته خبر ورکوي چه ملګرې (ق- س- م) دجنوری په دوولسمه کال ۲۰۱۸م د ۶۱ کلونو په عمر سترګي لدی نړې څخه پټي کړي .
اوس دا مبارز او انقلابی ملګرې نور زمونږ په منځ کي نسته خو د هغه یاد او خاطري دګوند د غړو په منځ کی او دهیواد د نورو انقلا بیونوپه منځ کی چه لده سره یی پیژاندګلوي لرله تل به پاتي وي. ملګرې (ق.س.م) دسرطان د ناروغې سره ډګری ووهلي خو هیڅکله یی خبل مبارزاتي دندي او مسؤلیتونه هیر نکړ او د خپل ژوند تر وروستې سلګې پوری د انقلابی مبارزو په مورچل کي پاتی شو. ملکرې (ق.س.م) دخپلی ناروغې په وروستي دوو میاشتوکي ډیر کمزورې شوی ؤو خو سربیره پر هغه خپل مبارزاتی مسؤلیتونو ته ژمن ؤوهسی چه د لیندي داوومی نیټی د انځورونو په لیدو ډیر خوشحاله شو او څو پوسټري یی په تخرګ کی ونیول ترڅو څودانی خپلو ملګرو ته ورسوي.
ملګرې (ق.س.م) دلمریز کال ۱۳۳۵ په یوه کارګری خواری کښ کورنې کی سترګی دي نړې ته روڼی کړي . خپل لمړنې، منځنی، لیسه اوپوهنتون زده کړی یی په بري سره سرته ورسولی.
ملګرې (ق.س.م) د زده کونکیتوب په کلونوکی دنوي ډیموکراتیک دفعا لینوڅخه ؤو چه د زده کړی په بهیرکی دغوایی د اوومی نیټی د کودتا چیانو له خوا دوه ځلی بندی شو. خو له هغه څخه یی کوم سند لاس ته را نووړ نو بیرته خوشی شو.
ملګرې (ق.س.م) په لمریز کال ۱۳۵۸ کی دافغانستان دخپلواکی غوښتونکی سازمان (ساما) سره یوځای شو او دپوهنتون د زده کړی په پای کی خپل زیږون ځای ته ستون شو. ملګرې (ق.س.م) په لمریز کال ۱۳۵۹کی دڅو ښوونکو سره یوځای د(ښونکوجبهی) بنسټ کیښود او د روسی سوسیال امپریالیزم او د هغوی دلاسپوڅی رژیم په وړاندی د مقاومت جګړه پیل کړه او د( ساما ) تر پاشلو پوری یی دا جبهه توده ساتلی وه او په ډیر میړانه یی د وطن په دفاع لاس پوری کړ. هغه د وطن په دفاع کی پوخ شوی ؤو او د ساما د پاشلو سره نا هیلی نشو او دوطن ددفاع په خاطر دفراه ولایت د(سرخاش) دنظامی جبهي سره چه دافغانستان دژغورلو سازمان (رهایي) پوری اړه درلود سره یوځای شو او دنجیب د رژیم تر نسکوریدو پوری دوطن په دفاع بوخت ؤو.
هغه هیڅکله هیواد پرینښود. په لمریز کال ۱۳۷۹ کی د شعله اي توب او دطالبانو درژیم پرضد داسنادو خپرولو په جرم دطالبانو له خوا ونیول شو، او د کندهار وبندی خانی ته ولیږدول شو .او دطالبانو داسلامی امارت تر پرځیدلو پوری په بندي خانی کی پاتي شو. دطالبانو داسلامی امارت تر پرځیدلو وروسته دکندهار له بندي خانی څخه خوشی او خپل زیږون ځای ته راستون شو.
ملګرې (ق.س.م) دحامدکرزي د پوشالی رژیم ترجوړیدو وروسته دخپلو نورو انډ یوالانو سره  یوځای درهایي سازمان دتسلیم طلبۍ او انجووبازې په مخالفت کی ودریدل او دافغانستان کمونیست (مائوئیست) ګوند ددویمی کنګری وروسته، د افغانستان و کمونیست (مائوئیست) گوند ته را وبلل شو او دگوند داسنادو ترلوستلو اوگوندی ملگرو سره ترڅو غونډو وروسته دخپلو ملګرو سره په ګډه د افغانستان دکمونیست (مائوئیست) ګوند سره یوځای شواو هغه دیوی اولسوالۍ دسیمه ایزي  کمیټی ددویمی شمیری بنسټی واحد مسؤلیت په غاړه واخیست او دخپل ژوند تر وروستۍ شیبو پوری پرهمدي مسؤلیت باندي کلک پاتي شو.
ملګرۍ (ق.س.م) دافغانستان دکمونیست (مائوئیست) ګوند دغړیتوب په موده کي دګوند د ایدولوژیک سیاسی او تشکیلاتی ټینګښت لپاره نه ستړي کیدونکي هڅی وکړی.هغه دافغانستان دکمونیست (مائوئیست) گوند اسناد په ځیر سره ولوستل او همدا رنګه دګوند د ټینګښت لپاره ئی بی دریغه هڅه او زیار ویوست او یو شمیر ځوانان یی خپل پر شاوخوا را غونډ کړل.
ملګرو: د ملګري (ق.س.م) د مړیني خواشیني او غم پخپل مبارزاتی پیا وړتوب بدل کړو او دهغه خاطره دیو انقلابی مائوئیست په توګه ژوندۍ او تل پاتي وساتو.


یادیی په درنښت اولاره یی له ملګروډک وي.
د افغانستان دکمونیست (مائوئیست) ګوند مرکزي کمیټه
د مرغومي ۲۸لمریز کال ۱۳۹۶
( دجنوری ۱۸عیسوی کال ۲۰۱۸ )