Skip to: Site menu | Main content

 

 

 

 

 

 ټولودرنوملګرو ته سلامونه اودرناوی په ښه وخت کى وړاندی کوم.


په ډيره خواشينۍ سره خبرشوم چی ملګرصدر ضياء دافغانستان د کمونیست (مائوئیست)ګوند رهبر  دزړه د سکتی له کبله زمونږڅخه تل لپاره جلا شو روح یی ښاد، هغه متل دى  چه وايى سل دى ومره خو دسلو سرداردى مه مره(یودي مه مره)، مګرداسى و نه شول زمونږڅخه يى  د سلو سردار واخیست، هغه مشريى واخست چي خپل ټول عمر يى د امپرياليزم په وړاندي او طبقاتى مبارزه کى تير کړى وو.
يو شاعر وايى منزل  دټولو يودى خو سفرجداجدا  دډير افسوس ځاى دادى چه د انقلاب ټول ارمانونه يى دځان سره ګور ته يووړ، ملګرو راځى چه مونږ دهغه لار تعقيب کړواو دهغه انقلابى ارمانونه که زمونږ دسر په بیه هم وي بايد يو ګام  شاته  نه شواو د ټولو هغو ملګرو چه دانقلاب او پرولتاريا سياسى قدرت لاس ته راوړلو په لاره کی د امپرياليزم ، سوسيال امپرياليزم اودهغودګوډاګیانولخوا په شهادت رسیدلی اويا په طبعى مرګ زمونږڅخه دتل لپاره جلا شوی دى ،پوره کړو.
ملګرى  صدر ضياءاوملګرى اکرم يارى دستمکښی طبقى دهوساينى او د پرولتاريا دسياسى قدرت د لاس ته راړلولپاره ډیری هلى ځلی وکړی  اودمائوئيزم رڼايى په افغانستان او نړى کى دنورو مائوئيستانو سره شريکه کړه، د دی ربړونو په کتو سره د ملګرى ضياء مړينه نه يوازى دهغه کورنۍته بلکه دټولى نړى کمونستی غورځنګ لپاره لویه ضايعه ده زه ټولوته دزړه له کومى ډاډګیرنه وړاندی کوم.
ملګرى صدرضياء دنړى په کچه يو سترشخصيت وو. په واقيعت سره ملګرى  صدرضياء مارکسيسزم –لنينیزم - مائوئيزم ته وفاداره شخصيت وو.ملګرى صدر ضياء هغه شحصيت وو کوم وخت چی په افغانستان کی د شعله يانو په منځ کى ډلۍ را پيداشوى ملګرى اکرم يارى دخپلى ناروغۍ  له کبله وڼه شو کړای چه خپلى مبارزى ته په دوامداره ډول هغسی چه لازم وو ادامه ورکړي. هغه خلګو چی دمارکسيزم - لنينیزم – مائوئیزم  ترپوښښ لاندى په ډير مهارت سره سازمان ته را دننه شوى وه دموقع څخه په گـِټي اخیستو سره سازمان يى ټوټی ټوټی کړ.ټو لو سياسى دښمنانو به  ويل  هغه ډیموکراتیک جریان چه د شعله يانو په نوم ياديده نور شتون نلرى، هغوی خاورى ايرى شول ځکه چه اکثره ملګرى یی دخلق اوپرچم او اخوان المسلين  دسوسيال امپرياليزم اودامپرياليزم دګوډاګايانو په لاس وکړول شول اوبيا په شهادت ورسيدل.  مګر خبر نه وه چه ترايرو لاندى يوه د اور څپرغۍ لا هم  ځليږى هغه څپرغۍ په لمبه بدله شوه او دځان سره يى يو قهريدلى انقلابى طبقاتى  مبارز ملګرى صدرضياء راوستلو.
ملګرى صدر ضياء ١٣٦٦لمريز کال کى دخپلى سياسى مبارزى او تجربو پربنسټ وکولاى شو چه  په افغانستان کى دافغانستان کمونيست  ګوند بنسټ کيږدی.
ملګری صدرضياء دملګرى اکرم يارى په لاره کی دنورو مائوئیستانو سره  اوږه په اوږه دمبارزى په ډګرکی ټینګ او نه په شا کيدونکى ولاړ شحصيت وو. په ډيرو ستونزمنو شرايطو کى دمارکسيزم - لنينیزم- مائوئيزم څخه دفاع کوله. ملګرى صدر ضياء په نړیواله کچه پرولتری مبارزو کی تلپاتی اتل دى. ملګرى صدر ضياء به تل کوښښ کاوه چی د تیروتنوڅخه ځان وژغوری اوټولوملګرو ته يى همدا سپارښتنه وه چی په کارونو کى بايد د غور څخه کار واخستل شى او څه چی په خوله وايى بايد هغه په عمل کى ثابت کړى. که چيرى يو ډاکتر اشتباه وکړى نو يو انسان لمنځه ځى مګر که يو سياست مدار يا يو رهبرتیروتنه وکړی ټول اولس د بدبختۍ خواته ته وړى. نو پدی اساس ملګری صدرضیا ء ىټولی نړی پرولتارياوو ته هم داپيغام ووچی د تیروتنوڅخه لري هرکار ته دعمل جامه په غاړه کړۍ چه يوګام پر مخ او دوه ګامه مخ په شا و لاړشى.
ملګرى صدر ضیاء داسى يو  سرسخته مبارز وو چی په ډيرو سختو شرايطو کى یی وکولاى شو په افغانستان کی دافغانستان کمونيست (مائوئيست)ګوندد مارکسيستى - لنينیستى - مائوئيستى ايډ یالوژۍنه په کار اخیستو سره د کمونیستی مائوئيستی خط لاندى دکمونستی ګوند بنسټ کیښود. دايوازيني زړه ور اوشجاع شحصيت ووچه دمارکسيزم - لنينیزم - مائوئيزم بيرغ یی په سنتى ټولنه کى اوچت کړ، چه نورو اکثره کمونيستى جريانونو اوډيموکراتانو دډيموکرات اوياداسلام لکۍ تر شاپورى تړلى فعاليت کول .چی داهم دمارکسيزم - لنینيزم – مائوئیزم سره خيانت او جفا ده مګر يوازيني کمونستی ګوند چه اسلامى لکۍ نه لرى هغه دافغانستان کمونيست ګوند دى چی دملګرى صدر ضياء له خواپه  ١٩٨٧ میلادی کال کی  بنسټ کيښودل شو اوپه١٩٩٠ میلادی کال کى په لوړ مقام اوپه علمى ايديالوژى په نړى کى ومنل شو
ژوندی دي وی افغانستان
ژوندی دي وی دافغانستان کمونيست مائوئيست ګوند،
ژوندی دي وی دنړى پرولتاريا اوکار ګاران

زما شعار طبقاتى دى زه ميین په انقلاب يم
زمامبارزه طبقاتى ده دفيوډال په سر سيلاب يم

ډکاناداڅخه دافغانستان  کمونيست (مائوئيست)ګوند هوادار م_ع _ ر